د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین پاکستان ته د یو ارب ډالر پور ورکړی دی


په پاکستان کې د بهرنیو پیسو ذخیرو کمېدو له کبله هغه هېواد د پورونو اخیستو ته اړ شوی
په پاکستان کې د بهرنیو پیسو ذخیرو کمېدو له کبله هغه هېواد د پورونو اخیستو ته اړ شوی

پراګ - رويټرز خبري اژانس د پاکستان د ماليې وزارت د سرچينو له قوله وايي، چين اسلام اباد ته يو ارب ډالر پور ورکړی دی.

رويټرز خبري اژانس په خپل ځانګړې رپورټ کې ويلي چې اژانس سږکال د مې په مياشت کې يو خبر خپور کړی وو چې د پاکستان حکومت له چين سره په مذاکراتو بوخت دی چې له بیجېنګه له يو څخه تر دوه اربه ډالر پورې قرض واخلي.

د مې په پای کې د پاکستان د پخواني حکومت د مالي چارو ریاستي وزیر رانا محمد افضل خان مشال راډیو ته ویلي ول چې له چینه د پور په اړه نشي ویلای خو هېواد یې تر جون مخکې دوه اربه ډالرو ته ضرورت درلود.

ده زیاته کړې وه چې یوازې چین نه بلکې هر هېواد چې ورته په اسانه شرطونو پورې ورکړي، ورڅخه یې اخلي.

اړوند مطلب:

پاکستان د دوو اربو ډالرو پور اخلي

رویټرز اژانس وايي، تازه خبر دا دی چې د پاکستان د خزانې وزارت دوو چارواکو ورته ويلي چې چين اوس پاکستان ته يو ارب ډالر پور ورکړی دی.

خو د پاکستان د خزانې وزارت وياند په دې اړه اژانس ته څه نه دي ويلي.

رويټرز وايي، د خزانې وزارت داسې دستاويزونه يې هم ليدلي چې پکې ويل شوي چې چين د تېر مالي کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې پاکستان ته يو نيم ارب ډالر پور ورکړی دی.

د خزانې وزارت چارواکو ويلي هم په دې موده کې پاکستان له کاروباري بانکونو چې پکې زياتره د چين دي ۲،۹ اربه ډالر هم ترلاسه کړي دي.

اژانس وايي، د چين تازه قرض په داسې حال کې د پاکستان پر بېجنګ باندې زياتېدونکې اقتصادي تکيه په ګوته کوي چې د دې هېواد د زرمبادله ذخیرې د پروسږکال له مې مياشتې راهيسې کمې شوې دي.

په دې موده کې د زرمبادله ذخيرې له ۱۶،۴ اشاريه څلور اربه ډالر څخه ۹،۶۶ ارب ډالر ته کمې شوې دي.

اژانس زیاتوي چې بیجنګ د پاکستان اقتصاد ته په داسې حال کې تکيه ورکوي چې د چين پاکستان اقتصادي راهداري له مخې د دواړو هېوادونو اړيکي پياوړي شوي دي.

چين به د راهدارۍ پر منصوبو ۵۷ اربه ډالر لګوي.

خو کارپوهان وايي چې د چين له خوا تازه قرض به ښايې د پاکستان لپاره کافي نه وي ځکه چې د جولايي ۲۵ مې تر ټولټاکنو وروسته چې کوم حکومت جوړېږي هغه به ښايې د پیسو له نړيوال صندوق (ای اېم ایف) څخه ۶،۷ اربه ډالره قرض وغواړي.

XS
SM
MD
LG