د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان او د ترهګرۍ د مخنیوي پلان


عمران خان ته ګارډ اف انر (پوځي سلامي) ورکول کېږي
عمران خان ته ګارډ اف انر (پوځي سلامي) ورکول کېږي

پراګ ـ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له انتخاباتو ګټلو وروسته د خپلې پالیسۍ مهم ټکي ښکاره کړي خو د ترهګرۍ خلاف قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان باندې یې تر اوڅه خپل نظر نه دی ښکاره کړی.

عمران خان د جولای ۲۵مې ټولټاکنو کې تر بریا وروسته ملت ته وینا وکړه او همدا رنګه د اګست په ۱۷مه یې د وزیراعظم ټاکل کېدو وروسته پارلیمان کې خبرې وکړې خو په دواړو موقعو ده د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه خپله کړنلاره بیان نه کړه.

البته په پارلیمان کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پارلیمان ته د وینا پر مهال وویل، دوی به د عمران خان حکومت مجبوروي چې د ترهګرۍ د مخنیوي قامي پلان عملي کولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

په همدې اړه نور مطالب:

"ترهګري د لارو په بندولو نه، د ترهګرو په ختمولو ورکيږي"
'قامي اېکشن پلان ته دې بیا کتنه وشي'
پاکستان وايي د ترهګرۍ ضد قامي تګ لاره يې عملي کړې
د ترهګرۍ ضد ګامونه که پاناما لیکس؟

دا چې د عمران خان نوی منتخب حکومت به په دې لړ کې څومره بریالی شي؟ په دې اړه د انساني حقونو مبارز او د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي، په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف اولني حکومت او د عمران خان سیاست ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې د ترهګرۍ پر ضد قامي ایکشن پلان باندې به عمل وکړي.

کارپوه افراسیاب خټک
کارپوه افراسیاب خټک

افراسیاب خټک زیاتوي، عمران خان په تیر وخت کې پاکستاني طالبانو ته د دفتر ورکولو خبرې کړي، بیا چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو خبره راغله نو هم طالبانو عمران خان خپل نماینده ټاکل غوښتل نو ځکه ډیره مشکله ده چې اوس نوموړی د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

هېواد کې طالبانو په اړه سوچ بدل شوی،عمران خان هم د پخوا په څېر خبرې نه کوي
کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی

خو څېړونکی او خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، د ترهګرۍ ضد نېشنل اېکشن پلان ټولو سیاسي ګوندونو په اتفاق جوړ کړی چې عمران خان او د هغه ګوند تحریک انصاف هم پکې شامل وو او داسې ښکاري چې د وزیراعظم جوړیدلو وروسته به د نوموړي په فکر کې نور بدلون هم راځي.

د رحیم الله یوسفزي په وینا په هېواد کې د وسله والو طالبانو په اړه سوچ ډیر بدل شوی او هم دغه ډول عمران خان هم د پخوا په څېر خبرې نه کوي. رحیم الله یوسفزی زیاتوي چې د وزیراعظم جوړیدو نه پس به امنیتي او استخباراتي ادارې هغه ته ټول تفصیل ورکړي چې په ترڅ کې به یې ریاستي او حکومتي تګلاره جوړیږي او تمه ده چې نېشنل ایکشن پلان ته به هم پام وکړل شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG