د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د پاکستان د ۲۲ م وزيراعظم په حېث سوګند پورته کړ

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد ایوان صدر کې له عمران خان څخه د وزیراعظم په توګه سوګند واخیست.

پرون د جمعې په ورځ د تحریک انصاف مشر عمران خان په نوي پارلېمان کې د ۱۷۶ استازیو د رایو په خپلولو سره د هېواد نوی وزیر اعظم وټاکل شو.

د هغه پروړاندې ولاړ د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف ۹۶ رایې یووړې او په انتخاباتو کې د مبینه ټګیو خلاف د هغوی اتحادي ګوند پیپلز پارټۍ په رایو کې برخه وا نخیستله.

عمران خان د پاکستان د ۲۲ م وزيراعظم په حېث سوګند پورته کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

نوي لومړي وزیر عمران خان تر غوره کېدو پس د مخالف ګوند مسلم لیګ ن د پارلېماني غړیو په شور او غوغا کې په خپله وینا کې وویل، د هېواد له شوکمارو سره به کره حساب کېږي او هېڅ اېن ار او (د ملي پخلاینې قانون له مخې بخښنه) به نه ور کول کېږي.

د نوموړي په وینا چا چې دا ملک لوټلی او پوروړی کړی دی، له یوه یوه سره به یې حساب کېږي.

عمران خان وویل دی پوځي ډیکتاتوارنو نه دی پاللی او څوک چې د درغلیو او ټګیو ګیلې لري هغوی دې ټاکنو کمیشن ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG