د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس د قامي کړنلارې ښه نتيجې غواړي. میا نوازشریف


د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف

میا نوازشریف وویل، دا وخت د ټول قام سترګې د همدې قامي کړنلارې نتيجو دي، چې څه ډول موږ له ترهګرۍ څخه قام ژغورلای شو.

د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف د چارشنبې په غرمه په دوه ورځنۍ سرکاري دوره کوټې ته راورسېد. او هم دلته يې د صوبې د ايپيکس يا سترې کمېټۍ د غونډي مشري وکړه. نوازشریف په دې غونډه کې د هېوادپه ټولو صوبو زور ورکړ، چې د قامي ایکشن پلان د عملي کولو لپاره دي هره صوبه جدي ګامونه پورته کړي. او همداسې يې د بلوچستان پر حکومت هم ږغ وکړ، چې که په دې لړ کې ورته هر څومره مرسته د مرکزي حکومت يا پوځ له خوا په کار وي، وربه کړل شي.

؛ د پاکستان د مرکزي حکومت يا پوځ له خوا چې څومره هم تاسو مرسته په کار وي، در به يې کړو. تر څو تاسو په دې قامي کړنلاره باندې په جدي توګه عمل وکړل شي. او قام د دې کړنلارې بشپړه پایلې وويني؛.

میا نوازشریف وویل، دا وخت د ټول قام سترګې د همدې قامي کړنلارې نتيجو دي، چې څه ډول موږ له ترهګرۍ څخه قام ژغورلای شو. د پاکستاني وزیراعظم په وینا د ترهګرۍ پر ضد همدا قامي کړنلاره يواځې د حکومت يا دده د ګوند له خوا نه ده جوړه شوې، بلکې دده په خبره د پاکستان ټولو سیاسي ګوندونو، پوځي مشرتابه ټولو په ګډه جوړه کړې، تر څو په پاکستان د ترهګرۍ پېښو ته د پای ټکی کښېږدي. میانوازشریف د ايپيکس کمېټۍ په دې غونډه کې زیاته کړه

؛ دا ډېره د خوشالۍ خبره ده، چې نن د بلوچستان صوبايي حکومت، د پاکستان مرکزي حکومت او د پاکستان ځواکونه ټول په يوه ځای او په يوه مېز ناست دي. او د يوه بل هڅې ستايو اود صوبې بشپړه مرسته کوو. چې په دې مرستو کې مرکزي حکومت او پوځ دواړو خپل رول لوبوي؛.

د پاکستان وزیراعظم ميانوازشریف په کوټه کې د بلوچستان د سترې کمېټۍ په دې غونډه کې وویل، پر قامي کړنلاره د عمل په ترڅ کې ځينې صوبې مخته دي او ځينې شاته، چې دده په خبره باید ټولې صوبې له يوې بلې سره مقابله وکړي او ددې په عملي کولو کې له يوه بل څخه مخته شي.

په کوټه کې د بلوچستان ايپيکس کمېټۍ په دې غونډه کې د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزی، د صوبې وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، چیف آف ارمي سټاف جنرال راحیل شریف، د آی اېس ای جنرال رضوان اختر او د سهېلي کمانډ کمانډر جنرال ناصر خان جنجوعه په شمول يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG