د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګرانۍ زیاتېدو له وجې د نړۍ ډېریو هېوادونو کې لوی اختر کمرنګه دی


د قرغیزستان په پلازمېنه بېشکېک کې خلک د اختر لمونځ کوي - د جولای نهمې انځور.
د قرغیزستان په پلازمېنه بېشکېک کې خلک د اختر لمونځ کوي - د جولای نهمې انځور.

په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې نه یوازې د خوړو بلکې د قربانۍ د څارویو بیې هم خورا لوړې شوې دي چې له وجې یې په ډېریو هېوادونو کې خلکو ویلي چې دا ځل یې اختری نه دی کړی.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د جولای پر نهمه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

اسوشیېټډ پرېس اژانس د جولای پر نهمه په یوه رپورټ کې لیکلي چې له کینیا واخله تر روسیې او مصره مسلمانانو د لوی اختر د لمانځه جمعې وکړې.

اژانس وايي، سږنی اختر د منځي ختیځ په زیاتره هېوادونو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د خوراکي او نورو شیانو د بیو لوړېدو له وجې کمرنګه وو.

د لوی کندهار ولسي بنسټ مشر بصیر عطا د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې په لوی اختر کې زیاتره افغانانو د اقتصادي ستونزو له کبله قربانۍ و نه کړې.

دی وايي، د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې څه د پاسه څلور مېلیونه افغانانو "د بېلابېلو موسسو او ۲۳ وزارتونو یا نورو [ناحکومتي سازمانونو] له لارې معاش ترلاسه کاوه" خو "له بده مرغه د حکومت له سقوط سره هغه ټولې مالي منابع پر افغانستان بندې شوي، ځکه نو سږ کال په افغانستان کې اختر کمرنګه شوی، په دې چې افغانان له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي."

خوست کې پر ټیټو بیو سربېره کم خلک د قربانۍ څاروي اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې مسلمانانو ویلي، چې د څارویو اخیستو وس یې نه لرله نو ځکه ځینې خلک و نه توانېدل چې قرباني وکړي.

ملګري ملتونه وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ۴۰ مېلیونه نفوس لرونکي هغه هېواد اقتصاد زښت خراب شوی او مېلیونونه وګړي د بې وزلۍ ښکار دي. په افغانستان کې د غنمو، غوښې او نورو ضروري موادو بیې هم څو چنده لوړې شوي، چې زیات کسان یې د اخیستو وس نه لري.

په کابل کې د طالبانو سرتېري د اختر لمانځه پر مهال د جومات پهره کوي - پخوانی انځور.
په کابل کې د طالبانو سرتېري د اختر لمانځه پر مهال د جومات پهره کوي - پخوانی انځور.

د څارویو یوه پلورونکي محمد قاسم اسوشیېټډ پریس اژانس ته ویلي تېر کال یې له "د اختر په ورځو کې له ۴۰ تر ۵۰ پورې څاروي" خرڅ کړي ول خو سږ کال یې "یوازې دوه بزې" خرڅې کړې دي.

اژانس وايي، د جګړه ځپلې لیبیا د پلازمېنې طرابلس وضعیت هم تر افغانستان بهتره نه دی، ځکه چې اوسېدونکي یې د کورونا وایرس تر دوه کلنې وبا وروسته سږ کال اختر داسې مهال لمانځي چې د یوه پسه بیه ۲،۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

اخوا په پاکستان کې هم خلک د جولای پر ۱۰مه اختر پر داسې مهال لمانځي چې هغه هېواد له لویو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. د پاکستان دولتي بانک د جولای پر اوومه د انفلېشن (افراط زر) کنټرولولو او د روپۍ ارزښت لوړولو په موخه پر پورونو د سود شرح ۱۵ فیصده ته لوړه کړه.

له څه د پاسه درو کلونو راهیسې، په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو (پیسو) زېرمې په کمېدو دي او د انفلېشن سطح خورا لوړه شوې چې له کبله یې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت پرېوتی. همدا لامل دی چې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې چې پرضد یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه شوي. خو حکومت وايي، د اقتصادي حالت سمولو ته ژمن دی.

پاکستان کې خلک اختر لمانځي او قربانۍ کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

د پاکستان دولتي بانک د سود سطحې لوړولو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې اسلام اباد د مې میاشتې له اخري اوونۍ راهیسې څلور ځلې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون په پای کې وویل چې ای اېم اېف به "ژر ورته د دوه اربه ډالرو پور" قسط ورکړي.

په پاکستان کې د زښتې ګرانۍ له وجې هم د ډېریو سیمو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې سږ کال د قربانۍ کولو وس نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG