د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تيلو نرخونه نور لوړ کړل


دا د روان ۲۰۲۲ز کال د مې میاشتې له اخري اوونۍ راهیسې څلورم ځل دی چې حکومت د تېلو بیې لوړوي ــ انځور له ارشيفه
دا د روان ۲۰۲۲ز کال د مې میاشتې له اخري اوونۍ راهیسې څلورم ځل دی چې حکومت د تېلو بیې لوړوي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت له نوي اعلان سره سم، په هغه هېواد کې سر له ننه (د جولای له لومړۍ نېټې) د تېلو بیې بیا لوړې شوې دي.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل بېګا ماخوستن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د یو لیټر پېټرولو بیه شاوخوا ۱۵ روپۍ، د ډیزلو هغه یې څه د پاسه ۱۳ روپۍ او د خاورو تېلو نرخ یې تر ۱۸ نیمو روپیو لوړ کړی دی.

له دې سره د یو لیټر پېټرولو نرخ څه د پاسه ۲۴۸ روپۍ، د ډیزلو بیه ۲۷۶ او د خاورو د تېلو هغه ۲۳۰ روپۍ ته رسېدلې ده.

دا د روان ۲۰۲۲ز کال د مې میاشتې له اخري اوونۍ راهیسې څلورم ځل دی چې حکومت د تېلو بیې لوړوي.

اسلام اباد وايي، دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د شپږ اربه پور پروګرام د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

د پاکستان اقتصاد له څه د پاسه درو کلونو راهیسې د لویو مشکلاتو ښکار دی. وزیراعظم شهباز شریف په اپرېل کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې د اقتصاد سمولو ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG