د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې مسلمانان لوی اختر لمانځي


په لوی اختر کې مسلمانان د څارویو قرباني کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جولای لومړۍ نېټې انځور.
په لوی اختر کې مسلمانان د څارویو قرباني کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جولای لومړۍ نېټې انځور.

د پاکستان په لویو او وړو ښارونو او کلیو کې مسلمانان لوی اختر په داسې حال کې لمانځي چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د هغه هېواد دولتي راډیو وايي چې وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر ۱۰مه د لاهور په رایېونډ او ولسمشر عارف علوي په کراچۍ کې د اختر لمونځ وکړ.

د راډیو په خبره، د پلازمېنې اسلام اباد د فیصل جومات په ګډون د ګرد پاکستان په عیدګاهو، امام بارګاهونو، جوماتونو او میدانونو کې خلکو د اختر لمانځه جمعې وکړې او تر هغې وروسته یې د څارویو قربانۍ پیل کړې.

د پاکستان سرکاري رویت هلال کمېټۍ د جون پر ۲۹مه ویلي ول چې په هغه هېواد کې به اختر د جولای پر ۱۰مه لمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او سعودي عرب په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې مسلمانانو د جولای پر نهمه لوی اختر ولمانځه. د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ځینو برخو کې هم خلکو د شنبې (خالي) پر ورځ اختر وکړ.

په همدې حال کې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ وبا کنټرول مرکز (اېن سي او سي) پر ولس غږ کړی دی چې په اختر کې دې له کورونا وایرسه د ځان ساتلو لپاره ټول احتیاطي تدابیر عملي کړي. په هغو لارښوونو کې د ګڼې ګوڼې نه جوړول، په بازارونو، سرکاري دفترونو او نورو ځایونو کې له خلکو څخه د مناسبې فاصلې ساتل، په صابون د لاسونو مینځل او د کورونا وایرس ناروغۍ علاماتو لرلو پر مهال ګوښه پاتې کېدل شامل دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د جولای پر ۱۰مه ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس ۷۳۲ پېښې ثبت شوې دي.

له ارقامو سره سم، د ناروغۍ له وجې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اووه کسان مړه شوي دي چې له دې سره په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له پیل راهیسې په هغه هېواد کې له ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو رسمي شمېر تر ۳۰،۴۰۰ لوړ شوی دی. خو په پاکستان کې تر ۱۲ کروړه زيات خلک بشپړ واکسين شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG