د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکی: اختر کې د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو امکان دی


یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس لپاره د یوې ښځې معاینې پر مهال - انځور له ارشیفه
یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس لپاره د یوې ښځې معاینې پر مهال - انځور له ارشیفه

په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس د مخنيوي ادارې مشر وايي، په پاکستان کې د مثبتو پېښو شرح لوړه شوې او د لوی اختر پر مهال د وايرس خپرېدو امکانات زیات شوي دي.

د ادارې مشر ډاکتر اکرام الله د جولای پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې په پنجاب او سيند صوبو کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو کچ تر خیبر پښتونخوا لوړ دی.

نوموړي البته وويل چې په خیبر پښتونخوا کې هم د کورونا وايرس پېښې په زیاتېدو دي او د لوی اختر لپاره د قربانۍ د څارویو په منډیو او په بازارونو کې ګڼه ګوڼه د ناروغۍ د پېښو زیاتېدو لامل کېدای شي.

ډاکټر اکرام زياته کړه چې خلک دې دکورونا وايرس مخنيوي لپاره احتیاطي لارښوونې عملي کړي. په هغو لارښوونو کې د ګڼې ګوڼې نه جوړول، په بازارونو، سرکاري دفترونو او نورو ځایونو کې له خلکو څخه د مناسبې فاصلې ساتل، په صابون د لاسونو مینځل او د کورونا وایرس ناروغۍ علاماتو لرلو پر مهال ګوښه پاتې کېدل شامل دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس سرکاري ووبپاڼې له شمېرو سره سم، د جولای پر اتمه ۶۹۳ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس د وبا له پیل راهیسې په هغه هېواد کې له ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۳۰،۴۱۳ ته رسېدلی دی. خو په پاکستان کې تر ۱۲ کروړه زيات خلک بشپړ واکسين شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG