د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د افغانستان او سعودي په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر دی


د کرغزستان په سر ښار بشکېک کې مسلمانان د لوی اختر لمونځ کوي: انځور جولای ۹، کال ۲۰۲۲
د کرغزستان په سر ښار بشکېک کې مسلمانان د لوی اختر لمونځ کوي: انځور جولای ۹، کال ۲۰۲۲

نن (د جولای پر نهمه) د سعودي عرب په شمول په یو شمېر هېوادونو کې مېشت مسلمانان د لوي اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

دا شان په ټولو خلیجي هېوادونو او افغانستان کې هم نن لوی اختر لمانځلی شي. د نورو اسلامي هېوادونو په څېر نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، چې خلک یې د قربانۍ یا اختري په کولو سره لمانځي.

په لوی اختر کې خلک قربانۍ لپاره ګډوري ساتي
په لوی اختر کې خلک قربانۍ لپاره ګډوري ساتي

په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د لوی اختر د خوندیتوب لپاره یې هر ډول امنیتي چمتووالی نیولی دی. طالبان وايي، د لوی اختر په درو ورځو کې د جشنونو د خوندیتوب لپاره یې ټول امنیتي تدابیر سنجولي او د دوی په وینا شپه او ورځ به د امن د ټینګښت هڅه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور په یوه ویډیويي پیغام کې چې ازادۍ راډیو ته یې لېږلی، ویلي: "د دې لپاره چې هېوادوال د اختر شېبې لا په خوښۍ تېرې کړي، زموږ بیدار او زړور ځواکونه به شپه او ورځ د امنیت په ټینګښت کې مصروف وي. له درنو هېوادوالو غواړو چې د مشکوکو تحرکاتو د لیدلو پر مهال له خپلو امنیتي ځواکونوس سره په اړیکه کې شي."

بل پلو، د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره شپه یې د لوی اختر په مناسبت وینا د هغه پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه یوازې په غږیزه توګه خپره شوه، وویل، جبر افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی.

د کوسووو په پرېشتینا ښار کې مسلمانان د اختر لمانځه لپاره جمع شوي.
د کوسووو په پرېشتینا ښار کې مسلمانان د اختر لمانځه لپاره جمع شوي.

غني په خپله وینا کې وویل: "جبر په افغانستان کې د ثبات نه شي لامل کېدای. بالعکس په ۴۴ کلونو کې موږ له دې امله د افغانستان د وروستي پاتې کېدو شاهدان یو. نتیجې ته د رسېدو یوازنۍ لار منطق، استدلال او د یو بل منل دي."

محمد اشرف غني وویل، یو نظام هغه وخت دوام کولی شي، چې د ولس اراده ورسره وي، دغه راز یې په افغانستان کې د ملي یووالي پر ټینګښت هم ټینګار وکړ.

بلخوا په پاکستان کې سبا د اتوار په ورځ د لوی اختر لومړی ورځ ده. په پاکستان کې د میاشت لیدلو سرکاري کمېټۍ یا رویت حلال کمیتۍ د جون پر ۲۹ اعلان کړی وو چې په هغه هېواد کې به د جولای پر ۱۰ مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي. بلخوا په وزیرستان کې هم نن لوی اختر لمانځلی شي.

سږ کال سعودي حکومت زیاتو کسانو ته د حج اجازه ورکړېده.
سږ کال سعودي حکومت زیاتو کسانو ته د حج اجازه ورکړېده.

په سعودی عرب کې پرون د جولای پر اتمه د حج "وقوف عرفات" رکن ادا کړل شو او نن به حاجیان قرباني کوي.

دا د کورونا وبا تر خپرېدو وروسته لومړی ځل دی چې د سعودي عرب چارواکو خلکو ته په لوی شمېر کې د حج کولو اجازه ورکړې ده. تر دې له مخه په تېرو دوو کلونو کې د سفري محدودیتونوله کبله د حج په مراسمو کې د خلکو شمېر محدود کړل شوی وو.

تر کورونا وایرس وړاندې به سعودي عرب له حج او عمرې څخه هر کال ۱۲ اربه ډالره امدن تر لاسه کاوه. سعودي چارواکي وايي چې سږ کال ۱۰ لاکه مسلمانان حج ادا کوي چې پکې د پاکستاني چارواکيو په وينا، تر ۸۴،۰۰۰ زیات پاکستانیان هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG