د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايي اېم ايف پاکستان ته ۲ اربه ډالر نور قرض ورکوي


ايي اېم ايف د نړۍ ګڼو غريبو هېوادونو ته د قرض ورکولو پروګرامونه لري (انځور له ارشيفه)
ايي اېم ايف د نړۍ ګڼو غريبو هېوادونو ته د قرض ورکولو پروګرامونه لري (انځور له ارشيفه)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي د پیسو نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) به پاکستان ته دوه اربه ډالره قرض زر ورکړي.

نوموړي دا خبره د جون په ۲۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا جوړ شوي یوه کنفرنس ته په وینا کې وکړه. شهباز شریف وویل کوښښ کوي چې د هېواد اقتصاد ښه او په بهرنیو قرضو یې تکیه کمه کړي.

ايي اېم اېف تېر کال تر هغې وروسته پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو د درې کلن پور د قسط ورکړه ودروله چې هغه هېواد یې د شرطونو په پوره کولو کې پاتې راغی. د پیسو نړیوال صندوق پر اسلام اباد ټینګار کړی چې پر تېلو او انرژۍ دې رعایت ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ګراني خورا زیاته شوې ده. او د پاکستان حکومت د جون پر ۱۵مه د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې په په درېیم ځل د تیلو بیې لوړې کړې چې له دې سره په هغه هېواد کې د یو لیټر پېټرولو بیه شاوخوا ۲۳۴، د ډیزلو نرخ څه د پاسه ۲۶۳ او د خاورو تېلو بیه ۲۱۱ روپۍ ته رسېدلې ده.

د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل وايي د تېلو د بیو لوړولو پرېکړه یې د ايي اېم اېف د پور پروګرام بحالۍ لپاره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG