د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمارياتو اداره: پاکستان کې ګراني زیاته شوې


په پاکستان کې په تېرو درو کلونو کې ګراني په زیاتېدو ده - پخوانی انځور
په پاکستان کې په تېرو درو کلونو کې ګراني په زیاتېدو ده - پخوانی انځور

د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې په هغه هیواد کې د مې په میاشت کې د توکو بیې ۱۳.۷۶ فیصده لوړې شوې دي.

دا په تېرو دوه نیمو کلونو کې د بیو د لوړېدو تر ټولو لوړه کچه ده چې د اقتصادي چارو پوهان يې يو لامل د امریکايي ډالر پرتله د پاکستاني روپۍ د ارزښت پرېوتل يادوي.

د شماریاتو ادارې (پاکستان بېورو اف سټیټېسټېکس) د جون پر لومړۍ نېټه په رپورټ کې ويلي چې په ښارونو کې د ګرانۍ شرح ۱۲.۳ فيصده او په کلیوالو سیمو کې ۱۵.۸ فیصده ده.

رپورټ زیاتوي چې د ټرانسپورټ لګښت ۳۱.۷ او د خوراکي توکو بیې ۱۷.۲ فیصده لوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مالیې وزارت د مې پر ۲۵مه په یو رپورټ کې ويلي ول چې د زیاتو بهرنیو قرضو، د روپۍ د ارزښت پرېوتو، د بهرنیو اسعارو یا پیسو د زېرمو کمېدو او سياسي ناکرارۍ له کبله د توکو بيې لوړې شوې دي او حکومت د مالي ستونزو په هواري بوخت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG