د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور نانبایانو له انتظامیې سره تر موافقې وروسته کاربندیز ختم کړ


نانبایانو د جون پر اتمه په پېښور کې د اوړو بیو ټیټولو یا د ډوډۍ بیې لوړولو لپاره لاریون کړی وو.
نانبایانو د جون پر اتمه په پېښور کې د اوړو بیو ټیټولو یا د ډوډۍ بیې لوړولو لپاره لاریون کړی وو.

په پېښور کې نانبایانو له ضلعي انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته کاربندیز پای ته رسولی او د جون پر ۱۶مه یې خپل تنورونه بیا پرانیستي دي.

د پېښور د کمېشنر د دفتر ویاند فېروز شاه د جون ۱۵مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، له نانبایانو سره یې موافقه وکړه چې د یوې ډوډۍ بیه دې د ۱۰ پر ځای ۱۵ ته لوړه کړي خو په عین وخت کې به د ډوډۍ وزن د ۱۱۵ ګرامه پر ځای ۱۳۵ ګرامه ته زیاتېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر ۱۵مه د پېښور نانبایانو د اوړو او انرژۍ د بیو زیاتېدو پرضد کاربندیز وکړ چې ورسره د خیبر پښتونخوا په مرکز کې ډوډۍ نه پیدا کېده او د ښار په شاوخوا سیمو کې د ډوډۍ نرخ لوړ شوی وو.

تر کاربندیز یوه اوونۍ مخکې د پېښور نانبایانو احتجاجي لاریون کړی وو چې پکې یې له حکومته غوښتي ول چې یا خو دې ورته اوړه په ارزانه بیه ورکړي او یا دې د ډوډۍ بیه ۲۰ روپۍ ته لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران د هواري په موخه په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د تېلو بیې درې ځلې لوړې کړې.

همداراز، په هغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو (پیسو) د زېرمو کمېدو او د افراط زر یا انفلېشن زیاتېدو له وجې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت خورا کم شوی دی.

همدا لامل دی چې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې چې پرضد یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه شوي. خو حکومت وايي، د اقتصادي حالت سمولو ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG