د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت په برید کې د وژل شویو ۴ پولیسانو جنازه شوې ده


د پولیسو چارواکي د ډېسېمبر پر ۱۸مه په برید کې د وژل شویو ملګرو تر جنازې وروسته تابوتونو ته سلامي کوي.
د پولیسو چارواکي د ډېسېمبر پر ۱۸مه په برید کې د وژل شویو ملګرو تر جنازې وروسته تابوتونو ته سلامي کوي.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پر یوه تاڼه په وسلوال برید کې د وژل شویو څلورو پولیسانو جنازې شوې دي.

پولیس وايي، وسلوالو د ډېسېمبر پر ۱۸مه نیمه شپه د ښار په سرای نورنګ کې پر برګي تاڼې د سپکو او درنو وسلو برید وکړ.

د لکي مروت د پولیسو یو افسر اسماعیل خان د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، سرتېرو د وسلوالو پرضد کاروايي وکړه او په نښته کې څلور پولیسان ووژل او څلور ژوبل شول.

دی وايي، په سرای نورنګ کې د برګي تاڼه له ښاره "ډېره لیرې" پرته ده او ورتلونکې "لارې خرابې" دي خو پر دې سربېره د لکي مروت د پولیسو مشر او نور سرتېري سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او امنیتي ځواکونو تر حملې وروسته په سیمه کې د وسلوالو د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.

ده زیاته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو چارواکو په حمله کې د وژل شویو پولیسانو په جنازه کې ګډون وکړ.

پر تاڼې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې. خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه جنازې ته د پولیسو او پوځ یوشمېر لوړپوړي چارواکي ورغلي ول.
د ډېسېمبر پر ۱۸مه جنازې ته د پولیسو او پوځ یوشمېر لوړپوړي چارواکي ورغلي ول.

تر لکي مروت مخکې، په تېرو ورځو کې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې هم حملې شوې دي. د ډېېسمبر پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې په هدفي برید کې درې کسان ووژل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د ډېسېمبر پر ۱۵مه شپې ناوخته وسلوالو د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د پوځ پر یوه مورچه برید وکړ چې له وجې یې د دواړو خواوو ترمینځ نښته وشوه چې پکې یو ولسي وګړی ژوبل شو.

د ډېسېمبر پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میرامشا کې پر پوځي قافله په ځانمرګي برید کې یو ولسي وګړی او یو سرتېری ووژل شول او د څلورو سرتېرو په ګډون ۱۵ کسان ژوبل شول.

په همدې حال کې چارواکي وايي چې په بېلابېلو ځایونو کې یې د وسلوالو ډلو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د ډېسېمبر پر ۱۰مه پوځ د شمالي وزیرستان په غلام خان کې په نښته کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي او حکومتي چارواکي وايي چې په عین حال کې یې د وسلوالو خلاف عملیات هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ او په دې توګه یې هغه دوه اړخیزه اوربند مات کړ چې د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه تر نامعلومې مودې پورې غځېدلی وو.

په همدې حال کې د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې ( نېکټا) د ډېسېمبر پر اتمه د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ته وویل چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له حکومت سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" موندلی او خپلې کاروایۍ یې زیاتې کړې دي.

له سږني اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونو او پوځي چارواکو په وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې وسلوال منظمېدو ته نه پرېږدې، پرضد یې اقدامات کوي او د صوبې امنیتي وضعیت نه خرابوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسلوالو ضد اقدامات کوي او هغوی د صوبې امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. د کورنیو چارو وزیر بابر سلیم سواتي د ډېسېمبر پر پینځمه د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې "۵۴۰ ترهګر نیولي" او د امنیت ټینګښت لپاره د عملیاتو پر وخت یې ۸۸ پولیسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

XS
SM
MD
LG