د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اعظم ورسک کې پر پوځ شوي برید کې يو ولسي وګړی ژوبل شوی دی


د اعظم ورسک تاڼې ایس ايچ او عالمګیر مسید مشال راديو ته وويل چې دا برید د پاکستاني پوځ پر يوه مورچه شوی دی.
د اعظم ورسک تاڼې ایس ايچ او عالمګیر مسید مشال راديو ته وويل چې دا برید د پاکستاني پوځ پر يوه مورچه شوی دی.

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ډېسېمبر پر ۱۵مه ناوخته نامعلومو وسله والو پر پوځ برید کړی چې په نتيجه کې يې يو ولسي وګړی ژوبل شوی دی.

د اعظم ورسک تاڼې ایس ايچ او عالمګیر مسید مشال راديو ته وويل چې دا برید د پاکستاني پوځ پر يوه مورچه شوی دی.

د ده په وینا، د پیښې پر مهال پر يو کور د مارټر توغندي پرېوتو له امله يو ځايي کس کریم وزیر ژوبل شوی دی.

دا تر اوسه نده معلومه چې دا توغندی د وسله والو له خوا وو که نه د پاکستاني پوځ له خوا توغول شوی وو.

د عالمګير مسید په خبره برید کونکي په تېښته بریالي شوي او په سیمه کې امنيتي سرتیرو د لټون عملیات پیل کړي

تر دا مهال د پیښې ذمه واري چا نه ده منلې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG