د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ سپیکر غونډې ته د علي وزیر د ورتګ امر کړی دی


د علي وزير تصویر د هغه په غياب کې په پارلېمان کې د هغه پر څوکۍ ايښوول شوی دی - پخوانی انځور.
د علي وزير تصویر د هغه په غياب کې په پارلېمان کې د هغه پر څوکۍ ايښوول شوی دی - پخوانی انځور.

د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر پروډکشن ارډر خپور شوی چې ورسره سم به هغه د بجټ په اړه په روانه غونډه کې برخه واخیستای شي.

دا امر سپیکر راجا پروېز اشرف، چې د پيپلز ګوند غړی دی، د جون پر ۲۲مه د محسن داوړ په مشرۍ د قامي اسمبلۍ د ځینو غړو له خوا تر درخواست دایرولو وروسته کړی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر غړی او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر په مياشت کې د پېښور پولیسو ونيو او بیا یې د کراچۍ پوليسو په غوښتنه هلته ولېږداوه ځکه چې هلته په مقدمو کې مطلوب وو.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې دا مقدمه د هغه او پښتون ژغورنې غورځنګ د ځينو نورو غړيو پر ضد وه. پر هغه تور پورې شوی وو چې نوموړي د پي ټي اېم په يوه غونډه کې د ریاست خلاف وینا کړې وه او خلک یې بغاوت ته هڅولي ول. خو د علي وزیر وکيلان دا ردوي او وايي، د ریاست خلاف نه بلکې د پاکستان په ایین کې دننه یې د پښتون قام د حقونو خبره کړې وه.

په پارلېمان کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د تېر حکومت په شان د اوسني حکومت د پارلېمان سپیکر هم د علي وزیر د پروډکشن ارډر په جاري کولو کې دلچسپي نه درلوده. خو هغه زیاته کړه چې دا د "علي وزیر حق" وو چې هغه د قامي اسمبلۍ غونډې ته ورشي.

د پاکستان د قامي بجټ غونډه د جون له ۱۰مې نېټې راهیسې روانه ده چې پکې پر مسودې بحثونه کېږي. د ايين له مخې د اسمبلۍ سپیکر دا واک لري چې د پارلېمان بندي غړي هم غونډې ته وروغواړي.

علي وزیر دا مهال د ناروغۍ له وجې د کراچۍ له زندانه، جناح روغتون ته لېږدول شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ ویاند رویدالله وايي، د علي وزیر "صحت مخ په ښه کېدو" دی.

د جون پر دويمه د علي وزير وکیل قادر خان مشال راډيو ته ويلي ول چې پر همهغه ورځ ججانو په یوه مقدمه کې د علي وزير په اړه فيصله وکړه خو محفوظه یې کړه. د هغه په وينا، ټاکل شوې چې عدالت به د جون پر ۲۳مه خپله فیصله واوروي.

نوموړي زياته کړې وه چې د قاضي د چوټۍ (رخصتۍ) او عدالت ته د سرکاري وکیل د نه حاضرېدو له امله د علي وزیر د ضمانت پر درخواست اورېدنه پینځه ځلې ځنډېدلې.

XS
SM
MD
LG