د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن: د پارلیمان بندي غړي اسمبلۍ ته راولئ


د محسن داوړ او علي وزير يو پخوانی عکس
د محسن داوړ او علي وزير يو پخوانی عکس

په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونه وايي په پارلیمان کې د تحريک انصاف حکومت سپېکر د قامي اسمبلۍ بنديان غړي ځکه نه ورغواړي چې پر بجټ د رايې ورکولو پر وخت د مخالفو سياسي ګوندونو رايې کمې شي.

د جماعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د جون پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل: ''د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي او د پيپلز پارټۍ غړي دي چې سپېکر يې پروډکشن ارډر نه جاري کوي، دا ځکه چې حکومت غواړي د اپوزېشن رايې کمې شي. دا هم امکان شته چې د پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) نور غړي هم ونيول شي. دوی په دې طريقه غواړي يو جبري بجټ پر ولس وتپي.''

په هر ځای کې به پر دې مسله احتجاج کوو.
بلاول بوټوزرداري

د تحريک انصاف حکومت په پارليمان کې له ځينو نورو ګوندونو سره اتحاد لري او غواړي د منظورۍ لپاره کلنی بجټ وړاندې کړي.

دا وخت د پارليمان څلور غړي په زندان کې دي. د پيپلز پارټۍ مشر، اصف علي زداري او د مسلم لېګ (ن) يو مشر سعد رفيق د درغلېوو په کېسونو کې قېد دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او علي وزير پر يو پوځي چيک پوسټ د بريد لپاره د خلکو د هڅونې په تور نيول شوي دي. دوی ټول دا تورونه بې ځايه بولي.

د پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري د جون په ۱۷مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د پارليمان نيول شوي غړي بايد قامي اسمبلۍ ته راوستل شي چې په مهمو پرېکړو کې د خپلو سیمو او ولس استازیتوب وکړي. ''که د پارلیمان غړي نیسئ او بيا يې سپېکر د راوستلو حکم نه ورکوي نو دا يوه ډېره درنه مسله ده. غیرقانوني کار دی. موږ به حکومت دې ته نه پرېږدو.))

د پاکستان د آيين ترمخه که د پارليمان غړی په یو تور بندي شي او لا مجرم نه وي پېژندل شوی، د قامي اسمبلۍ سپیکر کولی شي د پروډکشن آرډر په نامه هغه پارليمان ته حاضر کړي.

پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د درغليوو تور دی
پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د درغليوو تور دی

خو د تحريک انصاف حکمران ګوند سپېکر اسد قیصر د پیبلز پارټۍ د شریک مشر اصف علي زرداري، محسن داوړ، علي وزير او خواجه سعد رفيق په مسله کې د دغه حکم له ورکولو ډډه کوي. هغه د جون پر ۱۷مه په دې اړه د مسلم لیګ (ن) د مشر شهباز شريف د ډېر ټينګار وروسته وويل چې دی به په دې اړه لومړی د قانون وزارت سره مشوره کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د پارليماني چارو د کمېټۍ مشر او تحريک انصاف غړي، مجاهد علي په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې د اسد قیصر دريځ سم دی. ''قانوني مشوره اخیستل ښه کار دی. دا ضروری ده. خو فی الحال د دې کسانو پارليمان ته راوستلو ګنجایش نشته. اوس چې په دې اړه بحث پیل شو نو ګورو چې مخکې څه کېږي.''

په اوس وخت کې د پارلمان د بندي غړو راوستل ممکن نه دي. په دې اړه اوس ايله بحث شروع شوی دی. وروسته به ګورو چې څه کېږي.
د حکمران تحريک انصاف ګوند يو غړی، مجاهد علي

تر دې مخکې يو وار د مسلم لېګ (ن) دوه مشران شهباز شريف او خواجه سعد رفیق د سپیکر په حکم له زندانه پارليمان ته ورغلي وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ او قامي اسمبليو غړیو علي وزير او محسن داوړ وکيل، شهاب الدين خټک وايي سپیکر نه پخوا قانوني مشورې ته ضرورت درلود او نه یې اوس لري. ''دا د سپیکر په واکونه کې ده. له هېچا سره مشورې ته اړ نه دی خو محسن او علي ځکه پارليمان ته نه راولي چې بيا به د خړ کمر د پېښې حقیقت مخې ته راځي او ځينې ادارې دا نه غواړي.''

علي وزير او محسن داوړ د مې پر ۲۶مه د شمالي وزيرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته ونیول شو. په دغه ورځ پوځ په ډزو ۱۳ کسان ووژل او ویې ويل چې دې کسانو د وزیر او داوړ په لمسون پر چيک پوسټ بريد کړی وو. خو د عدم تشدد د فلسفې پلوي، پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور بې بنياده بولي او وايي چې پوځ ځکه ډزې وکړي چې بې وسله ولسي وګړیو د بې امنۍ خلاف او پښتنو حقونو لپاره نعرې وهلې.

پاکستانی پوځ وايي پر پوسته په برید کې د دوی پنځه تنه ژوبل شوي او د دوی په ډزو کې یوازې درې کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG