د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعال محمد اسماعیل وايي ۲۵۰ ځلې عدالت وربللی دی


محمد اسماعیل د بشري حقونو د فعالې پلار دی - پخوانی انځور.
محمد اسماعیل د بشري حقونو د فعالې پلار دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر محمد اسماعیل وايي، له ۲۰۲۰ز کال راهیسې یې په عدالتونو کې مقدمې روانې دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې فیصلې به یې کله کېږي.

نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې ټاکل شوې پر ده، ښځې او لور یې له هېواد سره د غدارۍ، د هېواد پرضد د سازش، ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي ملاتړ په تورونو د مقدمې اورېدنه د نومبر پر ۲۹مه وشي.

محمد اسماعیل، چې خپله هم د بشري حقونو له مخکښه فعالانو یو دی، د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پر ده د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون له مخې د ریاستي ادارو پرضد د ویناګانو په تور هم یوه مقدمه روانه ده.

نوموړی وايي، په لومړۍ مقدمه کې عدالت دی او ښځه یې ۲۰۰ ځلې وربللي دي او په دویمه قضیه کې دی ۵۰ ځلې عدالت ته حاضر شوی دی.

۶۹ کلن اسماعیل د نومیالۍ مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار دی چې ورباندې د احتجاجونو او جلسو پر مهال د ریاست ضد ویناګانو، د خلکو پارولو اوترهګرۍ په تور مقدمه دایره شوې وه خو هغه له پاکستانه ووته او اوسمهال په امریکا کې اوسي.

اسماعیل وايي، د زړه په ګډون یوشمېر ناروغۍ لري او په څه د پاسه دوو کلونو کې یې د قضیو پرېکړه نه ده شوې. "دا مقدمې هغه وخت جوړې شوې چې ریاست پي ټي اېم ختمول غوښتل."

د ده په خبره، ګلالۍ اسماعیل چې د بشري حقونو او مدني هلو ځلو لپاره له نړیوالې پېژندګلوۍ برخمنه ده د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په احتجاجونو کې به یې فعاله برخه اخیسته.

پي ټي اېم تور پورې کوي چې په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنۍ تر شا د دولتي ادارو لاس دی خو د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا دا تور رد کړی دی او دریځ لري چې بې له توپیره یې د ترهګرۍ ضد اقدامات کړي دي او دا چې د مبارزې پر مهال یې خورا زیات تاوانونه ګاللي دي.

د اسماعیل وکیل شبیر حسین ګګیاڼی وايي، پر نوموړي لګېدلي تورونه ناسم دی. دی وايي، په مقدمو کې تور پوری شوی چې په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې د ترهګرۍ په دوو پېښو کې کارول شوی ګاډی او تفنګچه (تماچه یا تمانچه هم بلل کېږي) د محمد اسماعیل د کورنۍ ول.

ده د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، هغه ګاډی د پنجاب د یوه کس دی چې خپله یې د خیبر پښتونخوا پولیسو ته ویلي ول چې ګاډی یې غلا شوی وو.

ګیګیاڼی وايي، د پېښې په ځای کې یوه ۳۰ بور تفنګچه موندل شوې وه او عدالت ته د نهه اېم اېم تفنګچې رسید وړاندې شوی وو.

دی وايي، عدالت ته یې ثبوتونه وړاندې کړي دي "نو که الله ته منظور وه، زموږ په حق کې به فیصله کېږي."

په پاکستان کې حکومتي چارواکي په عدالتونو کې د روانو مقدمو په اړه نظر نه ورکوي او ورباندې تبصرې نه کوي ځکه چې په اییني ډول عدلیه په خپلو چارو کې خپلواکه ده. خو ګګیاڼی وايي، د محمد اسماعیل د مقدمو د ځنډېدو لامل عدالتونه نه دي بلکې بېلابېل وجوهات لري. "کله وکیلان په هړتال وي، کله د عدالت چوټي وي، کله ګواهان د ځینو وجوهاتو له وجې را نه شي."

XS
SM
MD
LG