د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلالۍ اسماعیل پلار زندان ته واچول شو


ګلالۍ اسماعیل وايي پلار یې د عدالت له وره بیول شوی
ګلالۍ اسماعیل وايي پلار یې د عدالت له وره بیول شوی

د پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پوهاند محمد اسماعیل ځاني وکیل وايي چې موکل یې نن (جمعه) جوډیشل مجیسټرېټ ته وړاندې کړ او وروسته یې د پېښور جېل ته ولېږلو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې وکیل شهاب الدین خټک وویل چې د ده پر موکل د اېف ای اې په تاڼه کې د انټرنیټي جرمونه اېف ای ار کښل شوی دی او د همدې تور لاندې زندان ته اچول شوی دی.

نوموړی وايي چې موکل به یې د ضمانت تر کېدو په جېل کوي او دی اوس هڅه کوي چې د پروفېسر محمد اسماعیل ضمانت وکړي. تر دې وړاندې په پنجشنبه د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل ویلي ول چې پلار یې نامعلومه کسانو تښتولی دی او تر اوسه یې هېڅ درک نه لګي.

نوموړې د اکتوبر ۲۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، پوهاند محمد اسماعیل پېښور های کورټ ته د یوې مقدمې اورېدنې لپاره ورغلی وو.

د دې په خبره، هغه چې له ودانۍ بهر ووت نو وار له مخه ورته "په تورو، ملېشه جامو" کې ځینې کسان ناست ول چې ویې نیوه او "په زور" یې د "تورو ښیښو" ګاډي ته واچاوه.

ګلالۍ اسماعیل له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پلار یې چغې کړې او هلته یې خلکو ته وویل چې په های کورټ کې یې وکیل خبر کړئ چې خلکو له ځانه سره یووړ.

د دې په خبره، که هغه نعرې نه وای کړې نو کورنۍ به یې پر وخت نه خبرېده.

ګلالۍ اسماعیل زیاتوي چې تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۸مه یې هم د پلار د "تښتونې ناکامه" هڅه شوې وه.

په پنجشنبه په پېښور کې د پوهاند محمد اسماعیل یو وکیل شهاب الدین خټک مشال راډیو ته وویل چې موکل یې "په رڼا ورځ د عدالت" له وره "تښتول" شوی او دا د دولتي ادارو ذمه واري ده چې "درک" یې ولګوي او په حفاظت یې کورنۍ ته ورسوي.

ده زیاته کړه چې د عدالت له وره او ودانۍ سره نېږدې ان "پولیس څوک نشي ګرفتارولی" او دا چې د پوهاند اسماعیل بیول یو "ناقانونه" عمل وو.

د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار تر دې مخکې څو ځلې مشال راډیو ته ویلي او پر ټولنیزو رسنیو یې هم لیکلي چې ځینې خلک یې ځوروي، ګواښي یې او د کور شاوخوا یې ګرځي او چاپې ورباندې وهي.

خپله ګلالۍ اسماعیل هم وايي، د "مرګ تر ګواښونو" وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شوه.

چارواکو پر پروفیسر اسماعیل او مېرمن یې د ترهګرو د مالي مرستو او د تورو پیسو سپینولو تورونه پورې کړی او مقدمې یې ورباندې دایرې کړې دي چې اورېدنې یې په پېښور های کورټ او نورو عدالتونو کې کېږي.

پوهاند اسماعیل دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG