د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه پاکستاني عدالت د ګلالۍ اسماعیل د نیولو امر کړی


ګلالۍ اسماعیل
ګلالۍ اسماعیل

د پاکستان اسلام اباد های کورټ د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل د نيولو ناقابل ضمانت حکم جاري کړی.

عدالت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د مقدمې اورېدنې پرمهال وويل، که ګلالۍ اسماعيل د اکتوبر تر ۲۲مې نېټې حاضره نه شوه نو کېدای شي فراره وګرځول شي.

اسلام اباد های کورټ دا امر په داسې حال کې ورکړی چې ګلالۍ اسماعيل د امريکا په نيويارک ښار کې ده او هلته يې د پناه درخواست ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د ګلالۍ پرضد د ریاست او رياستی ادارو د بدنامولو تورونه لګوي دي. خو هغه له دې انکار کوي.

پوليسو د ګلالۍ اسماعيل د نيولو لپاره ډېر لټون وکړ خو تر شاوخوا څلور مياشتو لادرکۍ وروسته د سېپټمبر پر ۱۹ مه نېټه هغه په نيويارک ښار کې راښکاره شوه.

د اسلام اباد های کورټ د تازه حکم په اړه قانونپوه نور عالم د اکتوبر پر دوهمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دا امر له عدالتي طریقه کار سره سم دی.

خو د ده په وينا چې له ګلالۍ اسماعيل سره اوس هم موقع شته چې په امريکا کې د خپل وکيل له لارې د پاکستان سفارت په ذريعه خپل دريځ او وضاحت تر عدالت پورې ورسوي.

ګلالۍ اسماعيل سږ کال د مې په مياشت کې تر هغه وروسته پټه شوه چې په اسلام اباد کې يې د يوې مظاهرې پر مهال يې د پاکستان پر امنيتي ادارو تنقيد وکړ. هغه مظاهره په اسلام اباد کې د جنسي تېري ښکار او وژل شوې، فرشتې مومند د وژونکیو نيولو لپاره شوې وه.

ګلالۍ اسماعيل د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده. هغې د ويښو نجونو په نامه د ښځینه حقونو د دفاع لپاره يوه اداره هم جوړه کړې او ګڼې جايزې يې اخيستې دي. نوموړې په دا وروستيو کې په پښتون ژغورنه غورځنګ کې ډېره فعاله وه. امريکا ته تر رسېدو وروسته يې له مشال راډیو سره په مرکه کې وويل چې اوس به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ګلالۍ اسماعیل امريکا ته د رسېدو کيسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:38 0:00

XS
SM
MD
LG