د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو یوه اداره ګلالۍ اسماعیل ته جایزه ورکوي


جینیوا سمېټ وايي، ګلالۍ اسماعیل ته د بشري حقونو لپاره د کار کولو لپاره جایزه ورکوي.
جینیوا سمېټ وايي، ګلالۍ اسماعیل ته د بشري حقونو لپاره د کار کولو لپاره جایزه ورکوي.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې، جينيوا سمېټ د ۲۰۲۱ز کال جايزه د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل ته د ورکولو اعلان کړی.

دې ادارې د مې په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا جايزه به د جون پر اوومه په خاصو مراسمو کې ورکړي.

دې ادارې ويلي چې ګلالۍ اسماعیل په پاکستان کې د انساني حقونو لپاره ډېر کار کړی او د چارواکو د بې بنياده الزامونو له وجې ملک پرېښودو ته هم مجبوره شوې.

ګلالۍ اسماعيل د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ده. هغه دوه کاله مخکې له دې وجې په پټه امريکا ته ولاړه چې په پاکستان کې د ریاست سره د غدارۍ په تور یې د نيولو هڅه وشوه. نوموړې پر ځان پورې شوي تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG