د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروفېسر اسماعيل ضمانت وشو


پروفېسر اسماعيل د خپلې لور ګلالۍ اسماعيل تصویر ښيي
پروفېسر اسماعيل د خپلې لور ګلالۍ اسماعيل تصویر ښيي

پېښور های کورټ د بشري حقونو فعال، پروفیسر محمد اسماعیل د خوشي کولو ضمانت منظور کړی دی.

د هغه لور ګلالۍ اسماعيل چې پخپله هم د بشري حقونو لپاره د کړي فعاليت لپاره پېژندل کېږي، د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې د پلار ضمانت یې په همدغه ورځ‌ منل شوی. نوموړې د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې د پروفیسر اسماعيل د خوشي کېدلو لپاره یې اواز پورته کړی وو.

تر دې مخکې د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنیشنل پر پاکستان غږ کړی وو چې هغه دې ژر خوشې کړي.

پروفېسر اسماعيل ۷۱ ورځې مخکې نيول شوی وو. پر هغه تور پورې شوی وو چې له بهرنيوو هېوادونه یې پېسې اخیستې، د ترهګرو ډلو مرسته او د پاکستان ریاست سره یې غداري کړې ده. خو د نوموړي وکيلانو او کورنۍ دا تورونه بې بنیاده بللې وو.

د پروفېسر اسماعيل پر مېرمن هم ورته تورونه پورې شوې دي چې هغه یې ردوي. ګلالۍ اسماعيل د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو ته وويل چې مور ته یې اجازه ورکړل شوې چې که غواړي نو ضرور نه دی چې په عدالت کې د مقدمو اورېدنو ته ورشي.

ګلالۍ اسماعيل څو ځل په دې اړه په احتجاجونو کې ويلي وو چې پلار ته یې د هغه د بشري حقونو او د دې د مبارزې سزا ورکول کېږي.

ګلالۍ اسماعيل دا وخت په امريکا کې اوسيږي. هغه په پټه هلته تللې وه. په اسلام اباد کې پوليسو پر هغې تور پورې کړی وو چې د ریاست خلاف یې د خلکو د راپارولو هڅه کړې نو ځکه بايد ګرفتاره شي خو دې دا تورونه رد کړې دي.

ګلالۍ اسماعیل امريکا ته د رسېدو کيسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:38 0:00

XS
SM
MD
LG