د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو له مبارزې نه اوړم: پروفیسر اسماعیل


پروفیسر اسماعیل د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل تصویر ښيي
پروفیسر اسماعیل د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل تصویر ښيي

د ښځینه حقونو فعالې او جلاوطنې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفيسر محمد اسماعيل د نومبر پر ۲۷مه نېټه د پېښور له مرکزي زندانه په ضمانت خوشې شو. پروفیسر تور لګوي چې پر ده سخت تشدد شوی دی.

پروفیسر اسماعيل د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د پېښور های کورټ بهر پوليسو نيولی وو او پر نوموړي یې د انټرنيټي جرمونو قانون له مخې په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستاني رياست او ادارو پرضد د کرکې خورولو مقدمه جوړه کړې وه خو دی یې نه مني او زیاتوي د نړيوالو بشري حقونو ادارو سره به د اظهار د ازادۍ لپاره مبارزه جاري ساتي.

ګلالۍ اسماعیل امريکا ته د رسېدو کيسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:38 0:00


د خېبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی پروفيسر محمد اسماعيل وايي، پېښور های کورټ پر دې شرط خوشې کړی دی چې د پاکستان پر رياستي ادارو به نيوکې نه کوي. دی زیاتوي پر ده دا تورونه هم لګول شوي چې په يوه غیر دولتي اداره او سياسي ګوند يې نيوکې کړې وې. که څه هم نوموړي د پاکستان پوځ نوم ياد نکړ خو په اشاره يې وويل چې يوې غېر دولتي ادارې په مبينه توګه د پوځ لپاره کار کولو نو ده پر هغې ادارې او جماعت اسلامي باندې په ټولنيزو رسنيو کې نيوکې کړې وې:

پروفیسر اسماعيل د ښځو حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار دی چې پر هغې پخپله هم د پاکستان پوليسو د مې په مياشت کې مقدمه درج کړې وه خو هغه پټه شوه او بيا د سپټمبر پر ۱۹ مه نېټه په امريکا کې راڅرګنده شوه.


''ما په ټوېټر ليکلي وو چې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د برما او کشمير مسلمانانو غم خوري خو په چين کې په مسلمانانو زياتی کېږي نو پر هغو غلی دی نو دا هم زما په جرمونو کې وو. بله دا چې ما په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي وو چې په پېښور کې يوه غېر سرکاري اداره د ماماګانو ((پوځ)) خبرې کوي نو ما ویلي وو چې دا د انساني حقونو خلاف کار کوي نو دا يې هم زما په جرمونو کې شامل کړي وو نو زه دا وایم که دا غېر دولتي ادارې يا سياستوالان رياستي ادارې دي نو بيا ما د رياستي ادارو خلاف خبرې کړي خو که دا نه وي نو بيا ما نه دي کړي.''

پېښور های کورټ د نومبر پر ۲۵ مه د ښځو د حقونو فعالې ګلالۍ پلار پروفیسر اسماعيل په ضمانت د خوشي کولو حکم وکړ. پروفیسر اسماعيل د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د پېښور های کورټ بهر پوليسو نيولی وو او پر نوموړي يې د انټرنيټي جرمونو قانون له مخې په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستاني رياست او ادارو پرضد د کرکې خورولو مقدمه جوړه کړې وه. د نوموړي وکيل شهاب الدين خټک د نومبر پر ۲۵ مه مشال راډیو ته وويل چې پېښور های کورټ پروفیسر اسماعيل ته ویلي چې بايد پر ټولنيزو رسنيو د څرګندونو پر وخت له احتیاطه کار واخلي.

پروفيسر اسماعيل په سېشنبه د پېښور له مرکزي زندانه په ضمانت تر خوشېکېدو وروسته مشال رېډيو ته وويل چې د نيولو پر وخت پرې اېف سي او د يو بل ځواک سرتېرو تشدد کړی وو. نوموړي د هغه بل ځواک نوم له يادولو ډډه وکړه :

''زه چې څنګه د های کورټ نه راووتم نو د اېف سي سرتېرو او د يو بل ځواک سرتېرو، هغه ځواک چې های کورټ يې زه د نوم له يادولو درولی يم، پر ما تشدد وکړ. زه يې په لتو وهلم، ما ته يې کنځلې وکړې، په څپېړو يې وهلم، بيا يې په يوه ګاډي کې بند کړم او چېرته يې روان کړم او بيا يې له هغه ځايه د اېف ای اې دفتر ته بوتلم او هلته ته تر څه وخته ناستې وروسته يې راباندې اېف ای ار درج کړ.''

موږ هڅه وکړه چې د خیبر پښتونخوا له حکومتي وزيرانو، مشيرانو او پوځي چارواکو سره پر دې اړه خبرې وکړو خو هغوی زموږ فون پورته نکړ البته په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی عبدالکريم خان چې تعلق يې له صوابۍ سره دی د نومبر پر ۲۶مه مشال رېډيو ته وويل که له پروفيسر اسماعيل سره داسې ثبوتونه وي چې پر ده تشدد شوی نو عدالت ته دې يوسي:

''د تشدد خو ښکاره علامات وي نو که واقعي پر ده زخمونه وي يا نور خوږ شوی وي نو هغه ثبوتونه دې عدالت ته يوسي او چا چې پری تشدد کړی وي نو د هغه خلاف دې درخواست جمع کړي. خو که د کالر بټن يې ماته شوي وي نو دې ته خو تشدد نه ویل کيږي، تشدد خو واضحه ښکاري.''

پروفیسر اسماعيل د ښځو حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار دی چې پر هغې پخپله هم د پاکستان پوليسو د مې په مياشت کې مقدمه درج کړې وه خو هغه پټه شوه او بيا د سپټمبر پر ۱۹ مه نېټه په امريکا کې راڅرګنده شوه.

د پلار تر نيولو وروسته ګلالۍ تور پورې کړ چې پروفېسر اسماعيل د پاکستان پوليسو ځکه نيولی چې د دې په وينا هغوی د دې د غلې کولو هڅه کوي. د بخښني نړيوال سازمان هم د پروفیسر اسماعيل نيونه غندلې وه او د هغه پرضد لګول شویو تورونه د ژر تر ژره ختمولو غوښتنه يې کړې وه.

۶۴ کلن پروفیسر اسماعيل د خيبر پښتونخوا صوابۍ اوسېدونکی دی او د ادبياتو پخوانی استاد دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG