د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند وايي وسلوالو اېمل ولي خان ته د مرګ ګواښ کړی دی


اېمل ولي خان په چترال کې د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
اېمل ولي خان په چترال کې د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

عوامي نیشنل ګوند ویلي دي چې وسلوالو د ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان ته د مرګ ګواښ کړی دی.

د ګوند صوبايي ویاندې ثمر هارون بلور د ډېسېمبر پر نهمه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو اېمل ولي خان ته ټېلېفون کړی وو او ورته یې د مرګ ګواښ کړی دی.

نوموړې تر دې یوه ورځ وروسته له شخصي هم نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې د اېمل ولي خان د حفاظت لپاره دې اقدامات وکړي.

ثمر هارون بلور زیاته کړه چې که حکومت دا کار نه کوي نو بیا به ګوند مجبوره وي چې خپله د نوموړي د ساتنې لپاره اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک هم ویلي ول چې وسلوالو ورته ګواښ کړی دی.

صوبايي حکومت اېمل ولي خان ته د دړکو د خبرونو په اړه څه نه دي ویلي خو د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف په تېرو ورځو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې بابک دې له حکومت سره د ورپېښو خطرونو په اړه ثبوت شریک کړي.

البته حکومت په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدې او پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

تر اوسه پورې هېڅ وسلوالې ډلې د عوامي نیشنل ګوند مخکښو مشرانو ته د ګواښونو ورکولو ذمه واري نه ده منلې. تحریک طالبان پاکستان هم په وروستیو میاشتو کې شتمنو خلکو ته د دړکو ورکولو او ورڅخه یې د باج غوښتو تورونه رد کړي ول.

عوامي نیشنل ګوند وايي، په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې یې د یوشمېر مشرانو په ګډون تر ۸۰۰ زیات غړي په بریدونو کې وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسلوالو ضد اقدامات کوي او هغوی د صوبې امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. د کورنیو چارو وزیر بابر سلیم سواتي د ډېسېمبر پر پینځمه د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې "۵۴۰ ترهګر نیولي" او د امنیت ټینګښت لپاره د عملیاتو پر وخت یې ۸۸ پولیسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG