د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي پي جې: نړۍ کې د زنداني خبریالانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی دی


د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ وايي، د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۶۳ خبریالان بندیان ول - پخوانی انځور.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ وايي، د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۶۳ خبریالان بندیان ول - پخوانی انځور.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) ویلي دي چې روان کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بندي خبریالانو شمېر دومره لوړ شوی دی چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۴مه د زنداني خبریالانو په اړه په کلني رپورټ کې ویلي دي چې د ډېسېمبر تر لومړۍ پورې په ټوله نړۍ کې ۳۶۳ خبریالان بندي ول چې دا شمېر د ۲۰۲۱ز کال پرتله ۲۰ فیصده لوړ دی.

رپورټ ویلي دي چې سږ کال تر ټولو زیات خبریالان په ایران او بیا پسې په چین، برما (میانمار)، ترکیې او بېلاروس کې بندي شوي دي. کمېټي وايي، دا ټول هغه هېوادونه دي چې پکې "زورواکي او ټولواکي" د رسنیو د "غلي" کولو لپاره اقدامات کوي.

هغه ناحکومتي سازمان وايي چې "د ۱۲ کلونو تر ځنډ وروسته په لومړي ځل" په افغانستان کې چارواکو "درې خبریالان" زندانونو ته اچولي دي. د کمېټۍ په خبره، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان رسنۍ له "جدي خنډونو" او محدودیتونو سره مخامخ شوې دي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو له ګڼو شخصي رسنیو سره نړیوالې مرستې ودرېدې او داراز د اقتصادي وضعیت خرابوالي له وجې سوداګریزې خبرتیاوې کمې شوې. له دې پرته د طالبانو حکومت هم پر رسنیو یوشمېر محدودیتونه ولګول. دا هر څه په هغه هېواد کې د لسګونه رسنیو د تړل کېدو باعث شول.

د طالبانو حکومت د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په افغانستان کې د ازادۍ راډیو د اېف اېم خپرونې بندې کړې او د ازادۍ او مشال راډیوګانو د منځنۍ څپو ټرانسمېټرونه یې هم وتړل.

خو د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې په هېواد کې یې رسنۍ تر هېڅ فشار لاندې نه دي راوستې.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ په رپورټ کې راغلي دي چې د جورجیا (ګورجستان) نوم یې "په لومړي ځل" د بندي خبریالانو په کلني رپورټ کې اچولی دی.

په رپورټ کې راغلي چې د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ایران کې د بندي خبریالانو شمېر ۶۲ ته رسېدلی وو. کمېټي وايي، د هغه هېواد چارواکو د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې د مظاهرو پر مهال د ۲۲ ښځو په ګډون ۴۹ خبریالان نیولي او زنداني کړي دي.

په هغه هېواد کې مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ تر مړینې وروسته پیل شوې. هغه تر دې درې ورځې مخکې د ایران ګشت ارشاد په نوم اخلاقي پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. امیني د پولیسو په حراست کې بېهوښه شوې وه او بیا په روغتون کې ومړه.

چارواکو د هغې د مړینې لامل د زړه درېدل بللي ول خو د امیني کورنۍ او فعالان وايي چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې وه.

ایراني حکومت ویلي دي د مظاهرو پر مهال یې د هغو کسانو ضد کاروایۍ کړې دي چې تاوتریخوالي او ګډوډۍ ته لمن وهي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ مشرې جوډي ګېنزبرګ ویلي دي چې د زنداني خبریالانو لوی شمېر په نړۍ کې د "ولسواکۍ (جمهوریت) د تخریبولو او کمزوري کولو ښکارندويي" کوي. نوموړې زیاتوي چې دا ارقام ښيي چې حکومتونه د خبریالانو د غلي کولو لپاره تر کوم بریده تللای شي.

د خبریالانو د خوندیتوب نیویارک مېشتي سازمان ویلي دي چې په بېلابېلو هېوادونو کې تر ټولو زیات خبریالان "د دولت (ریاست) ضد کړنو له تورونو" سره مخامخ دي او ۱۳۱ داسې خبریالان دي چې تر اوسه رسماً نه دي تورن شوي او په زندانونو کې پراته دي.

رپورټ زیاتوي چې د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې په چین کې د بندي خبریالانو شمېر ۴۳، په برما کې ۴۲، په ترکیه کې ۴۰، په بېلاروس کې ۲۶، په وېتنام کې ۲۱ او په روسیه کې ۱۹ ته رسېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG