د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیو چارواکو یو سړی د امنیتي سرتېرو د وژنې په تور اعدام کړی دی


په قبرص کې یو کس پر ټوېټر د رهنورد د اعدام په اړه خبر لولي - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.
په قبرص کې یو کس پر ټوېټر د رهنورد د اعدام په اړه خبر لولي - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

ایرانیو چارواکو د ډېسېمبر پر ۱۲مه یو سړی د دوو امنیتي سرتېرو د وژنې په تور اعدام کړی دی.

دا د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې دویم کس دی چې په هغه هېواد کې د روانو مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي په تور اعدام شوی دی.

ایرانیو چارواکو د ډېسېمبر پر اتمه د محسن شکاري په نوم د یوه کس د پانسي کولو خبر ورکړی وو.

د ایران له عدلیې سره تړلي میزان خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۱۲مه وویل چې په مشهد کې انقلابي عدلت مجید رضا رهنورد ته د "خدای پر وړاندې د بغاوت" پیلولو په تور د مرګ سزا ورکړې ده. په ایران کې د دې تور سزا مرګ ده.

عدالت داراز ویلي چې رهنورد په نومبر کې د احتجاجونو پر مهال د "بدنامه" بسیج نیمه پوځي ځواک دوه غړي په چاقو وهلي او وژلي ول.

بهرني هېوادونه د ایران پر انقلابي عدالت د دې له وجې نیوکې کوي چې هغوی تورن کس ته د وکیل ټاکلو او ان د تورن کس پر ضد د ثبوتونو لرلو اجازه نه ورکوي.

په هغه هېواد کې مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ تر مړینې وروسته پیل شوې. هغه تر دې درې ورځې مخکې د ایران ګشت ارشاد په نوم اخلاقي پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. امیني د پولیسو په حراست کې بېهوښه شوې وه او بیا په روغتون کې ومړه.

چارواکو د هغې د مړینې لامل د زړه درېدل بللي ول خو د امیني کورنۍ او فعالان وايي چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG