مشال راډیو
مشال راډیو
د پاکستان وزيراعظم وايي د تېلو بيې نورې نه لوړوي
            <description>د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي حکومت یې پرېکړه کړېده چې د تېلو بیې به نورې نه لوړوي.د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې نوموړي د مارچ پر ۲۱مه ولس ته په وینا کې ویلي دي چې داسې وړاندیز ورته شوی وو چې پیټرول د یو لیټر په سر ۷۶ او ډیزل د یو لیټر په سر ۱۷۷ روپۍ ګران کړي خو د کمکي اختر پر مهال یې د خلکو ستونزو ته په کتو دا ګام اوچت نه کړ.
شهباز شریف وايي، د تېلو د بیو د نه زیاتولو پیټی به حکومت په ځان واخلي او د دې لپاره یې ۴۵ اربه روپۍ په پام کې نیولې دي. د نوموړي په وینا مرکزي حکومت تېره اونۍ...</description>
ایران د اسراییلو په بمبارۍ کې د علي لاریجاني وژنه تایید کړه
            <description>ایرانیو چارواکو په تهران کې په هوايي بریدونو کې د هېواد د امنیتي شورا د منشي علي لاریجاني وژنه تایید کړې ده.دا د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د اسراییلو او امریکا په حملو کې د پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژنې وروسته د تر ټولو مهم چارواکي وژل کېدل دي. 
د ایران د ملي امنیت عالي شورا دفتر د مارچ پر ۱۷مه ناوخته په بیان کې وویل چې لاریجاني له خپل زوی مرتضا، مرستیال علي رضا بیات او یوشمېر ساتونکو سره یوځای ووژل شو. 
شورا دا بیان تر هغې ۱۲ ساعته وروسته ورکړی چې د اسراییلو د دفاع وزیر...</description>
سي پي جې پاکستان کې د افغان خبریالانو د ځورونو، نيونو او ايستلو لړۍ بندولو غږ کړی دی
            <description>د خبریالانو د خوندیتوب ادارې (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس يا سي پي جې) د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف غږ کړی دی چې هلته د مېشتو افغان خبریالانو "ځورونه، خپل سرې ګرفتاریانې" او له هېواده دې یې ایستل بند کړي.یادې ادارې د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه په بیان کې ویلي دي چې سي پي جې د بې پولې خبریالانو له سازمان او د ازادې رسنیو له ادارې (فريډم پرېس انلېمېټېډ) سره په همغږۍ دا غوښتنه کوي.
تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان د مارچ پر ۱۳مه شهباز شریف ته په یو لیک کې غوښتنه کړې وه چې...</description>
امریکا کې د جګړې په ډګر کې کارېدونکی روباټ جوړ شوی دی
            <description>د امریکا په سان فرانسېسکو کې یوې کمپنۍ یو داسې روباټ جوړ کړی دی چې په کارخانو او د جګړې په ډګر کې د کار کولو وړتیا لري. شرکت وايي، هغه روباټ د انسان په امر او لارښوونه بېلا بېلې چارې ترسره کولای شي خو هدف یې دا دی چې هغه د خپله کار کولو جوګه شي. د رویټرز اژانس له ویډيو جوړ رپورټ وګورئ.</description>
نایجیریا کې ښځو د رکشو چلولو له لارې د روزګار یوه نوې وسیله موندلې
            <description>د نایجبریا یو شمېر مېرمنې په پور یا قرض رکشې اخلي او د سپرلیو په چلولو ځان او کورنیو له ډوډۍ ګټي. په دغو ځانګړو رکشو کې یوازې ښځې سفر کوي </description>
امریکا پر ایران د بریدونو تېزولو ګواښ کړی دی
            <description>امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ایران د بریدونو د تېزولو دړکه کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو د مارچ پر څلورمه پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.
ټرمپ د مارچ پر درېیمه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له وزیراعظم یا چانسلر فریدریښ مېرڅ د یوې غونډې پر مهال وویل چې پر ایران "لوی او پراخ بریدونه" روان دي خو په راتلونکو ورځو کې به تهران له "لا ډېر زیان" سره مخامخ شي.
په عین حال کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر اېډمېرل بریډ کوپر د مارچ پر درېیمه په یو بیان کې ویلي دي چې په منځني...</description>
اسلام اباد کې یو هنرمند له پرزو او اوسپنو هنري توکي جوړوي
            <description>د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو هنرمند احتشام جدون د ګاډو له زړو پرزو، اوسپنې او له کاره له لوېدلو نورو شیانو څخه هنري نمونې او توکي جوړوي. نوموړی وايي، له بېلابېلو ځایونو پرزې او شیان ټولوي او بیا په خورا زیار لویې مجسمې جوړوي. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ. </description>
د خبریالانو خوندیتوب ادارې له پاکستانه پر رسنیو د محدودیتونو ليرې کولو غوښتنه کړې
            <description>د خبریالانو د خوندیتوب ادارې (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس يا سي پي جې) د رسنیو د ازادۍ او د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو ۱۷ نورو ادارو سره په ګډه پر پاکستان غږ کړی دی چې د خبریالاتو خوندیتوب او د مطبوعاتو د خپلواکۍ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.یادې ادارې د فبرورۍ پر ۲۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر)پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې په همدې موخه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته یو لیک استول شوی او ترې غوښتل شوي دي چې د رسنیو د خپلواکۍ په اړه دې اییني او جهاني مسولیتونه پوره کړي.
په لیک کې راغلي دي چې...</description>
اوکراینی پوځ د ژوبلو سرتېرو ژغورنې لپاره ځمکني ډرونونه کاروي
            <description>بې پیلوټه الوتکې د اوکراین لپاره د روسیو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې مهمې وسلې دي. خو د هغه هېواد پوځ بې ډرېوره ګاډي یا ځمکني ډرونونه هم د ژوبلو سرتېرو ژغورنې لپاره کاروي</description>
جاپانیان لا هم تورې جوړوي
            <description>په نړۍ کې د عصري وسلو له دودېدو راهیسې د تورو جوړولو صنعت په ختمېدو دی خو په جاپان کې لا هم کاریګر د اور او څټک په مرسته فولادي تورې جوړوي. په هغه هېواد کې د تورو جوړولو لپاره دا شرط دی چې کاریګر باید پینځه کلنې ځانګړې زده کړې وکړي او بریلیک یا سند هم ولري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ راپور وګورئ.</description>
پاکستان کې د عطايي ډاکټرانو ستونزه څومره جدي ده؟
            <description>په پاکستان کې يوشمېر خلک د درملنې لپاره عطايي یا غیر مستندو ډاکټرانو ته ورځي. روغتیاپالان وايي، دا په هېواد کې ډېره سنګینه مسله ده چې د عطايي ډاکټرانو لخوا د مرض د ناسم علاج او تشخیص له امله یې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی. </description>
د بيو پر لوړېدو سربېره پېرودونکي ولې سره زر اخلي؟
            <description>په نړۍ کې په تېرو ورځو کې د سرو زرو د بيو پر لوړېدو سربېره يو شمېر پېرودونکي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې سره زر اخلي. تاجران او دوکانداران وايي خلک د سرو زرو پر اخیستو زیات باور لري او غواړي چې په اقتصادي ډول ځان خوندي کړي. </description>
پاکستان کې فعالان د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه هلې ځلې کوي
            <description>په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د هوا ککړتیا یا الودګي سېوا شوې ده. د هغه هېواد ځینو اوسېدونکو دا مسله خورا جدي ګڼلې او غواړي د پوهاوي تر څنګ یې د هواري لپاره هم اقدامات وکړي. یوې فعالې په پاکه هوا کې د سا اخیستو حق لپاره عدالت ته درخواست ورکړی. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ.</description>
هسپانیه کې اسونه د اور له لمبو څخه ولې تېرول کېږي؟
            <description>په هسپانیه کې هر کال د جنورۍ پر ۱۶مه یوه دودیزه مېله لمانځل کېږي، چې د سان بارتولومې ډي پیناریس نومې سیمه کې تر سره کېږي. په دې دوديزه مېله کې سږ کال له ۱۰۰ زیات کسان پر اسونو سپاره ول او د اور له لمبو څخه تېر شول. </description>
په متحده عربي اماراتو کې مرغلرې څنګه پیدا کېږي؟
            <description>په متحده عربي اماراتو کې د مرغلرو (ملغلرو) د کښت د دود ژوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کېږي. د دې عمل لپاره د راس الخیمې په اوبو کې یو فارم جوړ شوی او هلته د مرغلرو د تر لاسه کولو لپاره کښت شوی دی. </description>
مصنوعي پښې لرونکی سپی اوکرایني سرتېرو ته ډاډ ورکوي
            <description>د اوکراین په سرښار کییف کې په جګړه کې د ژوبلو سرتېرو د بیارغونې په مرکز کې یو سپی هم شته چې مصنوعي پښې لري. د هغه سپي پښې اورګاډي لاندې کړې وې. د "لاور" په نوم هغه سپی اوس د اوکراینیو سرتېرو لپاره د همت او حوصلې علامت ګرځېدلی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.</description>
پاکستان او چین د ترهګرۍ مخنیوي لپاره ګډ پوځي تمرینونه کوي
            <description>پاکستان وايي، په پنجاب کې د هغه هېواد او چینايي پوځیانو ګډ ترهګرۍ ضد تمرینونه روان دي. د پاکستان پوځ د ډېسېمبر پر ۱۱مه په بیان کې ویلي، د نومبر له ۲۸مې څخه د ډېسېمبر تر ۱۴مې پورې د ګډو مشقونو مقصد د دواړو هېوادونو ترمینځ پوځي همکارۍ زیاتول دي. د رویټرز اژانس له ویډيو جوړ رپورټ. </description>
د عراق په نجف ډنډ کې اوبه ټیټې کچې ته رسېدلې دي
            <description>د زښتي وچکالۍ له وجې د عراق په جنوب کې په نجف ډنډ، چې د بحرالنجف په نوم هم یادېږي، کې د اوبو سطح خورا ټیټه شوې ده. دا ډنډ له لرغوني نجف ښار سره نېږدې دی چې د سیمه ییز اقتصاد، ورڅخه د مالګې ایستلو او سیلګرۍ لپاره ډېر ارزښت لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.</description>
پوتین وايي روسیه بې له خنډه هند ته تېل ورکولو ته تیاره ده
            <description>د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې هیواد یې هند ته بې له خنډه تېل ورکولو ته چمتو دی.ولسمشر پوتین دا څرګندونې د نومبر پر پینځمه هند ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې خپل هېواد ته له ستنېدو وړاندې  کړې دي. 
د بي بي سي د یو خبر تر مخه ولسمشر پوتین په نوي دلي کې د هند له وزیراعظم نریندرا مودي سره په ګډه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ولې هند له مسکو تیل نشي اخیستلای او ورته سزا ورکول کېږي چې امریکا په خپله له مسکو اټومي سونګ مواد اخلي؟
نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې هند له...</description>
د روسیې ولسمشر د هند په ۲ ورځني سفر دی 
            <description>د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر پینځمه د هند په نوي دلي کې له وزيراعظم نرېندرا مودي سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. پوتین څلور کاله مخکې پر اوکراین له بشپړ یرغل راهیسې په لومړي ځل هند ته تللی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.</description>