د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډيو مشر: بشکيک کې دې زموږ خبريالانو ته ورپېښ ګواښونه وڅېړل شي


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۳مه د ازادي اروپا راډیو دفتر ته څېرمه ځينو مظاهرچیانو په قرغزستان کې د دریو خپلواکو خپرونو "ازاتیک، کلوپ او کاکتس میډیا" د کار بندولو غوښتنه وکړه.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۳مه د ازادي اروپا راډیو دفتر ته څېرمه ځينو مظاهرچیانو په قرغزستان کې د دریو خپلواکو خپرونو "ازاتیک، کلوپ او کاکتس میډیا" د کار بندولو غوښتنه وکړه.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر د قرغزستان له چارواکو غوښتي چې د دې ادارې د خبریالانو پر وړاندې د شویو ګواښونو پلټنه وکړي.

پرون (د اکتوبر پر ۱۳مه) د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د ۳۰ کسانو په شاوخوا کې یوې ډلې د یوه لاریون پر مهال د ازادې اروپا راډیو د قرغزي څانګې "ازاتیک راډیو"،کلوپ او کاکتس ميډيا د دفترونو پر تړلو ټینګار وکړ.

د علم بیک اسراییلوف په نوم د مظاهرچیانو یوه تنظیموونکي ګواښ وکړ چې د ازادې اروپا راډيو پر خبریالانو به تېل واچوي او له زوره به کار ورسره واخلي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو عمومي مشر جېمي فلای دغو ګواښونو ته په پام ویلي چې د ازاتیک راډیو خبریالان به ونه وېرېږي.

فلای له قرغزي چارواکو غوښتي چې د هغو کسانو پلټنه وکړي چې د ازادې اروپا راډیو کارکوونکو ته یې ګواښ کړی.

اسراییلوف پخوا د قرغزستان د ګمرک ادارې مرستیال وو.

د ازادې اروپا راډیو او کلوپ رسنۍ د یوې ګډې څېړنیزې پروژې له مخې معلومه شوه چې د قرغزستان د ګمرک ځینې چارواکي په فساد کې ښکېل دي او سلګونه میلیونه ډالره یې له دغه هېواده بهر انتقال کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG