د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران مظاهرې: ښځينه فعاله بهاره هدایت نيول شوې ده


په تهران کې یوې ښځې د مظاهرې پر مهال حجاب لیرې کړی دی - د سېپټېمبر ۲۷مې انځور.
په تهران کې یوې ښځې د مظاهرې پر مهال حجاب لیرې کړی دی - د سېپټېمبر ۲۷مې انځور.

په ایران کې د زده کوونکو او ښځو د حقونو پېژندل شوې فعاله بهاریح هدایت نیول شوې ده.

بي بي سي خبر ورکړی دی چې نوموړې نن سهار وختي (اکتوبر درېيمه) نیول شوې ده. نوموړې تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوې او سیاسي بندي پاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پلازمېنې تهران په یوه پوهنتون کې د امنیتي ځواکونو او زده کوونکو ترمینځ پر داسې مهال نښته شوې ده چې په هغه هېواد کې د پولیسو په قید کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته مظاهرې روانې دي.

مظاهره چیان وايي چې امیني د سېپټېمبر پر ۱۶مه تر هغې درې ورځې وروسته په قید کې مړه شوه چې نوموړې د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د ضوابطو سرغړونې په تور نیولې وه.

د امیني تر مړینې وروسته د ایران په ولس کې غوسه زیاته شوه او مظاهرې وپارېدې چې تر ډېره یې ایرانۍ ښځې سرلارې دي.

د اکتوبر پر دویمه پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې د تهران د شریف پوهنتون د ودانۍ شاوخوا ته لسګونه پولیس ولاړ ښکاري.

د ایران سرکاري رسنیو په پوهنتون کې د نښتو رپورټونه ورکړي دي او ویلي یې دي چې د هېواد د ساینسي چارو وزیر د "حالاتو جاج اخیستو" لپاره هلته ورغلی وو.

پر ټولنیزو شبکو خپرې ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د تهران په شریف پوهنتون کې لسګونه پولیسان ځای پر ځای شوي دي - د اکتوبر دویمې انځور.
پر ټولنیزو شبکو خپرې ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د تهران په شریف پوهنتون کې لسګونه پولیسان ځای پر ځای شوي دي - د اکتوبر دویمې انځور.

تر دې مخکې پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې د اکتوبر پر دویمه په ګڼو پوهنتونونو کې مظاهرې ښوول شوې دي او داراز په یوشمېر ښارونو لکه تهران، یزد، کرمانشاه، سنندج، شیراز او مشهد کې احتجاجونه وشول.

مظاهره چیانو د "ازادۍ" او د ستر مذهبي مشر سید علي خامنه يي "د مرګ" نعرې وهلې.

د ایران بشري حقونو په نوم ناروې مېشته ناحکومتي سازمان په یو بیان کې ویلي دي چې په ایران کې په احتجاجونو کې "تر اوسه ۱۳۳ کسان وژل" شوي دي.

د سازمان په خبره، په وژل شویو کې هغه ۴۰ کسان هم شامل دي چې تېره اوونۍ د سیستان-بلوچستان په مرکز زاهدان کې په نښتو کې وژل شوي ول.

ایرانیو چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۷مه ویلي ول چې په ټول هیواد کې یې تر ۱،۲۰۰ څخه زیات کسان نیولي چې پکې فعالان، وکیلان او خبریالان شامل دي.

هم تېره اوونۍ، د ایران دولتي رسنیو د ولسمشر ابراهیم رییسي له خولې خبر ورکړ چې تهران "باید د هغو کسانو پرضد پرېکنده اقدام وکړي چې د هېواد د امنیت او ارامۍ مخالفان" دي.

له ایران پرته د منځني ختیځ او اروپا د یوشمېر هېوادونو په ګډون په امریکا او کاناډا کې هم د مهسا امیني د مړینې ضد او د ایرانیو ښځو په ملاتړ مظاهرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG