د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مغلکوټ په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته ورسېد


د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د جولای پر درېیمه د پېښې ښکار شوي روغتونونو ته لېږدوي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د جولای پر درېیمه د پېښې ښکار شوي روغتونونو ته لېږدوي.

د بلوچستان او خيبرپښتونخوا پر پوله د مغلکوټ په دانه سر سيمه کې د جولاي پر درېیمه ټرافيکي پېښه شوې وه چې له کبله یې د چارواکو په وینا، هغه وخت ۱۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپي شوي وو.

د ږوب سرکاري روغتون مشر ډاکټر نورالحق د جولای پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې یوه ساه ورکړې چې ورسره د مړو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

د ږوب روغتون له خوا د خپور شوي لېسټ له مخې د زیاتره مړو او زخمیانو تړاو د بلوچستان له نورو پښتون مېشتو سيمو سره دی.

په ډېره اسماعیل خان کې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند اعزاز محمود دوتاڼي د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د ډېره اسماعیل خان د مغلکوټ په غرییزه سیمه دانه سر کې شوې.

د ده په خبره، د مساپرو بس د پنجاب له راولپېنډۍ څخه د کوټې پر لوري روان وو چې د جولای پر درېیمه سهار شاوخوا درې نیمې بجې د پېښې ښکار شو. دوتاڼي وویل، د پېښې پر مهال باران ورېده او داسې ښکاري چې ګاډی له سړکه ښویېدلی او کندې ته پرېوتی.

نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارو کارکوونکو په سیمه کې د ژغورنې عملیات وکړل او ۱۵ مړي یې د ډېره اسماعیل خان درازندې روغتون او پاتې وژلي او ژوبل کسان یې د بلوچستان ژوب روغتون ته لېږدولي دي.

د ژوب کمېشنر بشیر احمد بازي مشال راډیو ته وویل، د هغه ښار په روغتون کې یې بیړنی حالت اعلان کړ او ټول ډاکتران او کارکوونکي یې وروغوښتل.

د بلوچستان د شېراني ضلعې مرستیال انتظامي مشر مهتاب شاه اسوشیېټډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې په بس کې د ډرېور په ګډون ۳۵ کسان سپاره ول چې شاوخوا ۶۱ میټره ژورې کندې ته پرېوت.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ښکار شوي ټول کسان سړي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جون پر اتمه، د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او یو ماشوم ژوبل شو.

د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

چارواکي وايي، پېښه د ډېره اسماعیل خان د مغلکوټ په دانه سر سیمه کې شوې.
چارواکي وايي، پېښه د ډېره اسماعیل خان د مغلکوټ په دانه سر سیمه کې شوې.

تر دې مخکې، په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل دي.

د ادارې په خبره، زیاتره پېښې د تېزرفتارۍ او د ټرافیک قوانینو نه عملي کولو له وجې شوې دي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG