د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارت: د افغان نجونو د ښوونځیو تړل د منلو وړ نه دي


د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د طالبانو واک ته تر راتګ وړاندې مېليونونو نجونو په ښوونځيو کې درسونه ويل - پخوانی انځور
د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د طالبانو واک ته تر راتګ وړاندې مېليونونو نجونو په ښوونځيو کې درسونه ويل - پخوانی انځور

متحده عربي اماراتو ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو تړل ورته د منلو وړ نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې لانا زکي نسیبې د اکتوبر پر ۲۰مه د امنيت شورا عمومي غونډې ته وويل چې شاوخوا ۴۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونه ښوونځيو ته نه پرېښوول کېږي. "هېڅ اګر او مګر نه شته. متحده عربي امارات دا اقدام او د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼ نور محدودیتونه هېڅ د منلو وړ نه بولي."

نسيبې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نړیوالو پر فشارونو سربېره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي خو ژمنې یې کړې چې د پرانیستلو لپاره یې کار روان کړی دی.

طالبان دریځ لري چې په دې اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی دی چې د نجونو د تعلیم لپاره تګلاره جوړه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG