د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان خبریالانې "د طالبانو له محدوديتونو او څار" شکایت لري


د طلوع ټېلېوېژن يوه خبریاله
د طلوع ټېلېوېژن يوه خبریاله

په افغانستان کې د ټېلېوېژنونو خبریالانې وايي د طالبانو د پرله پسې محدوديتونو له کبله یې کار او ژوند سخت شوی دی.

د يوې شخصي رسنۍ کارکوونکې چې د خپل امنيت لپاره یې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، په ژړغوني غږ مشال راډيو ته وويل چې د طالبانو وروستي فشارونه دومره ډېر شوي چې مجبوره ده خپل کار پرېږدي.

طالبان هره شېبه موږ ته ګوري چې مخ مو څنګه پټ کړی او حجاب مو څنګه اغوستی؟
د يو ټېلېوېژن خبریاله

هغې زیاته کړه: "له هغې وروسته چې محدویتونه وضع شوي ډېره اندېښنه لرم، دا ډېر د بدمرغۍ ځای دی چې زه داسې وایم خو ډېره ناهیلې یم. له خپل کاره زړه تورې شوې یم. زه له خلکو، حاکم نظام او له نړېوالې ټولنې غواړم چې د افغان مېرمنو وضعیت ته پام وکړي."

د یو شخصي ټېلېوېژن بله ويانده چې دا هم نه غواړي، نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، په ورځني ډول تر څار لاندې وي او په ځینو وختونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا د پوښتنو ګرويږنو لپاره یې د دفتر له چارواکو سره اړیکې هم نیول کېږي.

هغې زياته کړه: "موږ هر شېبه تر کنټرول لاندې یو. هره لحظه موږ ته ګوري چې څه کوو. موږ خپل پړونى څه ډول په سروو، خپل مخ مو څه ډول پټ کړی دا یو روحي او ذهني شکنجه ده موږ ته. زه ورځ تر بلې دې پرېکړې ته نیږدې کېږم چې نور خپل کار پرېږدم. زما لپاره دا ډېره سخته پرېکړه ده چې خپل کار پرېږدم."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني منتخب او جمهوري حکومت چپه کړ او پر ځای یې خپله واکمني پیل کړه. دوی له هغه راهیسې پر ښځو او رسنيو يو شمير بنديزونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړي او ښځې د کور له نارینه بغیر بهر نه شې وتلی.

دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چې د جمهوري حکومت د وخت د ښځو چارو وزارت پر ځای جوړ شوی، پر ښځو مخ پټول جبري کړل. دوی د ټېلېوېژن خبریالانو ته امر وکړ چې مخ پټې به خبرونه وايي.

د دې جبري حکم پر ضد په کابل کې ښځو مظاهرې کړې او ويلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم ښځو د خپل کلتور له مخې پړوني په سرول نو بیا جبري مخ پټولو ته څه ضرورت دی؟ ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، غربی هېوادونو او نړيوالو بشري حقونو ادارو پر طالبانو غږ کړی چې بندیزونه نرم او د ښځو سره توپيري چلند بس کړي.

د تېرې جمعې پر ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې په يو جومات کې په خطبه کې وويل چې طالبان دې پر خلکو جبري امرونه نه عملي کوي خو د طالبانو حکومت خپل دريځ نه دی نرم کړی او وايي چې هر څه د شريعت په چوکاټ‌کې پر مخ وړي.

د افغانستان ښځې د پردې په اړه د طالبانو امر نهیلې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:14 0:00

XS
SM
MD
LG