د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان بې کوره شویو خپلو سیمو ته د نه ستنولو پرضد احتجاج کړی


د افغانستان له خوست څخه بنو ته ستانه شویو د شمالي وزیرستان کډوالو د جون پر درېیمه نېټه په بنو کې د لاریون او احتجاج پر مهال وویل چې د دوی شمېر له اتو تر لسو زرو کورنیو دی او د بکاخېلو کېمپ ته هم نه پرېښودل کېږي.
د افغانستان له خوست څخه بنو ته ستانه شویو د شمالي وزیرستان کډوالو د جون پر درېیمه نېټه په بنو کې د لاریون او احتجاج پر مهال وویل چې د دوی شمېر له اتو تر لسو زرو کورنیو دی او د بکاخېلو کېمپ ته هم نه پرېښودل کېږي.

د افغانستان له خوست څخه بنو ته ستانه شویو د شمالي وزیرستان کډوالو د دې لپاره احتجاج کړی چې حکومت یې زر تر زره خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا د شمالي وزیرستان هغه کډوال دي چې په تېرو څو میاشتو کې له افغانستانه ستانه شوي او د بنو بکاخېل کډوالو کېمپ ته نژدې یې په یو دښته یا لګاډه کې اړولي دي.

دې کډوالو د جون پر درېیمه نېټه په بنو کې د لاریون او احتجاج پر مهال وویل چې د دوی شمېر له اتو تر لسو زرو کورنیو دی او د بکاخېلو کېمپ ته هم نه پرېښودل کېږي.

دوی وايي‌ نه اوبه لري، نه بجلي لري او نه هم د ژوند نورې اسانتیاوې لري نو ځکه غوښتنه کوي چې خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.


د احتجاج یو ګډونوال صادق منان مشال راډیو ته وویل چې دوی له اته کلنې بې کورۍ وروسته هم خپلو سیمو ته ستانه نه کړل شو.

ده وویل، " له افغانستانه یې راستانه کړو او دلته مو په سخته ګرمي کې ماشومان او ښځې له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي."

ده وویل چې د پاکستان د پوځي عملیاتو له کبله یې کورونه او کاروبارونه تباه شوي او ماشومان یې بې زده کړو پاتې شوي دي.

د احتجاج یو بل ګډونوال عبدالعزیز وویل چې د څښلو اوبه لا نه لري او په دې سخته ګرمي کې ورته په خېمه کې د ژوند تېرول ډېر ګران شوي دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان له افغانستانه د راستانه شویو دې کډوالو د ستونزو په اړه مشال راډیو ته وویل چې دا کډوال د دته خېلو دي او هغه سیمه لا هم د ده په وینا له وسله والو په پوره توګه پاکه شوې نه ده.

ده وویل چې د دې سیمو د پاکولو لړۍ او د کډوالو ور ستنولو په اړه خبرې روانې دي.


په میرامشاه کې مو له پوځي چارواکو هم وپوښتل چې ولې دا کډوال د بکاخېلو کیمپ پر ځای په یوه لګاډه کې میشت دي نو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

خو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو بر وخت د انتظام ادارې ویاند احسان داوړ بیا وویل چې له دې کډوالو سره د موبایل سیم له لارې میاشتېنۍ مرستې روانې دي.

ده وویل چې یو ځل یې نوم لیکنه شوې او د لا نورو مرستو ورکولو ته یې هم پام دی.

دا د شمالي وزیرستان هغه کډوال دي‌ چې د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نامه عملیاتو له کبله بې کوره شوي وو.

د ۲۰۱۲م کال د جون پر ۱۵مه پیل شوو دې عملیاتو څو کاله دوام وکړ او تر یو میلیون زیات خلک یې بې کوره کړل چې لویه برخه یې د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو او د افغانستان خوست ته کډه شوي وو.

XS
SM
MD
LG