د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګه: د کرکيلې پر ځمکه د سړک تېرلو اجازه نه ورکوو


د سوات سيند ــ انځور له ارشيفه
د سوات سيند ــ انځور له ارشيفه

د سوات قامي جرګه وايي، حکومت ته هيڅکله اجازه نه ورکوي چې له چکدرې تر فتح پوره دې د "سوات اېکسپرېس وې" په نوم لوی سړک د هغوی د ذرعي ځمکو په مينځ کې تېر شي.

پرون (د جون پر شپږمه) د سیدو شریف په ودودیه هال کې د سوات د اوو تحصیلونو مشرانو، قانون پوهانو او سلګونو کسانو په دې اړه جوړه شوې جرګه کې ګډون کړی و.

د سوات قامي جرګې مشر مختيار خان یوسفزی وايي حکومت دې د کرکيلې د ځمکو په مينځ کې د لویې لارې له تېرولو تېر شي او د سیند پر غاړه دې دا لاره پر همهغه نقشه جوړه کړي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړه شوې ده.

نوموړی زياتوي چې د ځايي ولس له غوښتنې سره سم دې سوات اېکسپرېس وې د سيند پر غاړه جوړه کړل شي.

"موږ یې درسره منو. خو که چا سرزوري وکړه، بیا کېدای شي موږ بله جرګه وکړو او هغه به دا وايي چې یو شی دې نه منو."

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې له چکدرې تر فتح پوره د ۸۰ کیلومیټره سړک جوړولو لپاره ۵۸ اربه روپۍ بېلې کړې وې. د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د روان (۲۰۲۲ز) کال د مې پر ۲۰مه په بريکوټ کې د دغه سړک جوړولو پرانيسته وکړه.

د سوات قامې جرګې تر دې وړاندې هم له اعلا وزير محمود خان او نورو حکومتي چارواکو غوښتنه کړې وه چې په سوات کې له چکدرې تر فتح پوره د اېکسپرېس وې پر موجوده نقشې دوی تحفظات لري. دوی وايي، که دا لاره پر موجوده نقشه جوړه شي نو د سوات ډېره قیمتي او زرخېزه ځمکه به اغېزمنه شي او خلک به له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ شي.

د سوات اوسېدونکي پر کرنیزو ځمکو د لویې لارې جوړولو پرضد په احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

د جرګې يو ګډونوال او قانون پوه عمر علي شاه جرګې ته د وينا پر وخت وويل چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن صوبايي حکومت په ۲۰۲۰ز کال "د ځمکو د پېرېدلو قانون" منظور کړ چې پکې ويل شوي چې "ذرعي ځمکې به د تجارتي مقاصدو لپاره نه کارول کېږي." نوموړی زياتوي چې "حکومت د سوات اېکسپرېس وې په جوړولو سره د خپل قانون سرغړونه کوي."

بل پلو، د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړی او د سوات د پرمختيايي کارونو مسوول فضل حکیم وايي، د سوات اېکسپرېس وې جوړول اړین دي خو حکومت به هڅه کوي چې د سوات قامي جرګې د مشرانو رضامندي ترلاسه کړي.

نوموړی زياتوي چې د حکومت تخنيکي ډله هم د ځمکو له مالکانو سره مشاورت کوي چې يوې داسې پرېکړې ته سره ورسېږي چې د نوموړي په وينا د ولس او سيمې په ګټه وي.

دا ډېره لويه پروژه ده. دا به سر ته رسول وي، ځکه دا به د سوات تقدير بدلوي."

خو د جرګې ګډونوال وايي چې حکومت يو خوا د مشاورت خبره کوي او بلخوا يې د دوی له کورونو سره پر کرهنيزو ځمکو کرښې ايستلي او کار يې روان کړی دی. دوی زياتوي چې د سوات اېکسپرېس وې پروژه کې له چکدرې تر فتح پوره حکومتي چارواکو د سړک جوړولو لپاره نخښې اېښي دي چې په پايله کې به يې ۷،۵۰۰ کاناله ځمکه د خلکو له لاسه ووځي.

جرګې حکومت ته ۱۰ ورځې وخت ورکړ چې له خپلې پرېکړې په شا شي، ګنې د دوی په وينا بيا به په پراخ احتجاج لاس پورې کوي.

XS
SM
MD
LG