د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک: موټروې دې د کرکیلې ځمکو پر ځای بل ځای جوړه کړل شي


د ملاکنډ ډویژن موټروې پرانستل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د ملاکنډ ډویژن موټروې پرانيستل شوه، ويډيو د مشال راډيو له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د سوات د تحصيل مټې، کبل او بريکوټ اوسېدونکو د سوات موټروې دويم فېز د هغوی پر ځمکو د جوړولو خلاف مظاهره وکړه.

د فبرورۍ پر اوومه، په اوډيګرام کې شوې دغې مظاهرې ته د ګډونوالو وينا وه، چي حکومت له چکدرې تر فتح پوره د۸۰ کلوميټره سړک زياتره برخه د هغوی د کر کروندې او د ابادۍ په ځمکه جوړوي چې دا کار هغوی ته د منلو وړ نه دی.

د مظاهرينو وينا وه چې حکومت دې په پروژه کې د بدلون په راوستلو سره موټروې د سوات د سيند غاړې په ځمکه جوړه کړي.

د احتجاج کوونکو یو مشر فتح الله مشال راډیو ته وویل:

"د سړک لپاره چې کومه نقشه جوړه کړل شوې ده، په هغې کې کورونه هم لاندې کېږي او زرعي ځمکې هم خرابېږي. دوی که د دې پر ځای سړک د سیند په غاړه تېر کړي نو لاره به هم جوړه شي او څوک به ترې متاثره کېږي هم نه."

د کانجو یو اوسیدونکی وکیل احمد وايي، هغوی له تېرو درو میاشتو راهېسې مظاهرې کوي ځکه چې د هغه په ګډون د ګڼو خلکو ځمکې تر نقشې لاندې راغلې دي. نوموړی وايي، د حکومت دا پرېکړه ورته ځکه د منلو وړ نه ده چې همدا ځمکې د هغوی د ژوند او روزګار وسیلې دي، که دا ترې لاړې نو هغوی به څه کوي؟

د شموزو سیمې یو قانون پوه عمر علي شاه وايي، حکومت د قانون له مخې داسې پروژې نه شي عملي کولای چې د سیمې د خلکو خوښې نه وي. هغه وايي، د قانون له مخې حکومت د کر کروندې ځمکې بغیر له رضایته له چانه نه شي اخېستی.

له سواته د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي او د ترقياتي کارونو مشر فضل حکيم مشال راډيو ته وويل چې سوات موټروې د سيمې د پرمختګ يوه پروژه ده چې پکې به د خلکو ځمکې هم راځي نو ځايي اوسېدونکي دې ورسره همکاري وکړي.

فضل حکیم دا هم وویل چې هغوی هېڅکله نه غواړي چې د چا کور دې وران شي، چاته دې نقصان ورسېږي او یا د چا ځمکه دې خرابه شي خو د سړک جوړولو پر مهال چې کله مجبوري شي نو بیا خلکو ته هم پکار دي چې په دې ترقیاتي منصوبه کې د حکومت ملاتړ وکړي.

فضل حکیم زیاتوي چې موټر وې د خلکو لپاره جوړېږي او ګټه به یې هم خلکو ته رسېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات د موټر وې پر دوهم پړاو د کار منظوري په ۲۰۱۸ز کال کې ورکړې وه چې له مخې به یې د ۵۲ اربه روپو په لګښت له چکدرې تر فتح پوره ۸۰ کیلومیټره سړک جوړېږي. په دغو ۵۲ اربه روپو کې ۲۰ اربه روپۍ هغو خلکو ته ورکوي چې ځمکې یې د نقشې لاندې راځي.

XS
SM
MD
LG