د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار کې په برید کې ۳ پولیسان وژل شوي دي


په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په نوښار کې په وسلوال برید کې درې پولیسان وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي چې برید د ډېسېمبر پر درېیمه په اکوړي کې د پولیسو د ګزمې پر مهال شوی دی.

پولیسو د ډېسېمبر پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې وسلوال پر موټرسایکل سپاره ول.

بیان زیاتوي چې په حمله کې درې سرتېري منظور، ایاز او امان الله ووژل شول.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان پر ټوېټر په بیان کې د حملې غندنه کړې ده او د پولیسو له مشره یې د پېښې رپورټ غوښتی دی.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې هغې ناقانونه وسلوالې ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ.

ټي ټي پي رسنيو ته په استولي بیان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، دعوه کړې وه چې "د پاکستان پوځ" یې "په لکي مروت او نورو سيمو کې" پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی ځکه بیا حملې پیلوي.

تحریک طالبان پاکستان تر دې اعلان دوه ورځې وروسته د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو د کانسټیبلري ځواک پر ګاډي د بمي برید ذمه واري ومنله. په هغه حمله کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي ول.

کوټه کې د پولیسو پر ګاډي برید شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

تر دې وروسته، هغې ډلې په جنوبي وزیرستان کې د یوې غونډې پر مهال د نجونو پر ښوونځي د ډزو ذمه واري ومنله. د ډېسېمبر لومړۍ نېټې په پېښه کې یو ځايي وګړی ووژل شو او یو پوځي سرتېری ټپي شو.

د یادونې وړ ده چې تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد د جون پر لومړۍ نېټه دوه اړخیز اوربند غځولی وو خو پر هغې سربېره د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې ناامني زیاته شوه.

د پاکستان د کورونيو چارو وزير رانا ثنا الله د ډېسېمبر پر لومړۍ نيټه په اسلام اباد کې د خبري غونډي پر مهال د ټي ټي پي پر بریدونو اندېښنه وښووله خو زیاته یې کړه چې د هغو وسلوالو پرضد به کاروايي کوي چې خبرو ته نه اماده کېږي.

XS
SM
MD
LG