د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهرچيان: د سوات موټروې به مو د مېوو ۵ لکه ونې له مينځه یوسي


ځايي اوسېدونکې وايي چې سوات اېکسپرېس سړک به يې په زرګونه کناله مځکه لاندې کړي. د ۲۰۲۰ز کال انځور
ځايي اوسېدونکې وايي چې سوات اېکسپرېس سړک به يې په زرګونه کناله مځکه لاندې کړي. د ۲۰۲۰ز کال انځور

د خيبر پښتونخوا د سوات د کبل او مټې په سلګونو اوسېدونکو د دوی پر مځکو (ځمکو) د لوی سړک جوړولو پرضد د صوبې د اعلاوزیر د کور مخې ته مظاهره کړې ده.

د اګست پر اوومه نېټه د کبل، مټې، چارباغ، بابوزيو او بريکوټ شاوخوا ۴۰۰ کسانو لومړۍ د کبل په ډXرۍ سيمه کې يوه جرګه وکړه او وروسته په ګاډو کې د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر محمود خان د کور مخې ته د احتجاج کولو لپاره مټې ته ولاړ.

دوی غوښتنه کوي چې "سوات اېکسپرېس سړک" په نوم هغه لویه لاره دې د دوی پر مځکو نه جوړېږي بلکې د سيند پر غاړه دې تېر شي.

ځينو مظاهرچيانو د اګست اوومې د احتجاج پر مهال مشال رېډيو ته وويل چې د سوات موټروې به د دوی د مېوو باغونه تباه کړي او په وينا يې، په زرګونه کناله زرعي مځکه به تر لاندې شي.

دوی زیاتوي چې د يوه اټکل له مخې د سړک له جوړېدو سره به د دوی د مېوو پینځه لکه ونې له مینځه ولاړې شي.

خو حکومت وايي چې هغه موټروې به د سوات د سیلګرۍ په وده کې مهم رول لوبوي. د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د سوات غړی او د پرمختيايي کارونو مشر فضل حکیم د اګست پر اوومه نېټه مشال رېډیو ته وویل چې د سوات کمېشنر د سيمې له اوسېدونکو سره د جوړ جاړې لپاره جرګې کړې دي خو د ده په خبره، د خلکو ځينې خبرې نه شي منل کېدای. البته ده د هغو خبرو وضاحت ونه کړی.

دا لومړۍ ځل نه دی چې ځايي اوسېدونکې پر کرنیزو ځمکو له چکدرې تر فتح پوره پورې د سوات اېکسپرېس سړک د جوړېدو مخالفت کوي بلکې تر دې وړاندې يې هم جرګې او مظاهرې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکو د جون پر شپږمه سوات قامي جرګې په مينګوه کې د غونډې پر مهال له حکومته وغوښتل چې لوی سړک دې پر کرنیزو ځمکو نه جوړوي بلکې د سیند پر غاړه دې یې پر همهغه نقشه جوړ کړي چې د اوبه خور محکمې تیاره کړې.

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې له چکدرې تر فتح پوره د ۸۰ کیلومیټره سړک جوړولو لپاره ۵۸ اربه روپۍ بېلې کړې وې. د خیبر پښتونخوا اعلاوزير محمود خان د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۰مه په بريکوټ کې د هغه سړک جوړولو پرانيسته وکړه.

XS
SM
MD
LG