د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت تیرا ته د سب ډېوېژن درجه ورکړې


د خیبر قبایلي ضلعې تیرا سب ډېوېژن اوس دوه تحصیلونه باغ او پاینده چینه لري - پخوانی انځور.
د خیبر قبایلي ضلعې تیرا سب ډېوېژن اوس دوه تحصیلونه باغ او پاینده چینه لري - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د محصولاتو او املاکو ادارې (بورډ اف رېوينيو اېنډ سټېټ ډېپارټمنټ) د خیبر قبايلي ضلعې تیرا سیمې ته په انتظامي ډول د سب ډېوېژن درجه ورکړې ده.

هغې ادارې د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته سرکاري فرمان استولی چې پکې ویل شوي چې د تیرا سب ډېوېژن به دوه تحصیلونه باغ او پاينده چينه لري.

د تيرا يو ځايي‌ خبریال خادم خان اپرېدي له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه کړې چې د سب ډویژن د درجې تر ورکړې وروسته دې بايد د ټولو سرکاري محکمو دفترونه ژرترژره پرانيزي. "په سب ډېوېژن کې چې کومې محکمې وي، هغه په هر څه پوره وي ، حکومت ته په کار ده چې اوس د هغو محکمو د دفترونو جوړولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي."

خيبر ضلعې مخکې درې سب ډېوېژنه لرل چې پکې لواړګی (لنډي کوتل)، جمرود او باړه شامل ول.

د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې تيرا سب ډېوېژن څه باندې ۲۸۶،۰۰۰ ابادي لري.

د سب ډېوېژن د درجې ترلاسه کولو وروسته به اوس د صحت، تعلیم او نورو سرکاري محکمو دفترونه هلته پرانیستل کېږي چې خلکو ته خدمات ورسوي.

تر دې وړاندې د هغو سیمو خلک د سرکاري اسنادو او نورو حکومتي خدماتو تر لاسه کولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لیرې جمرود او يا باړې ته ورتلل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG