د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر ضلع کې پر امنيتي پوسته بريد شوی


چارواکي ادعا کوي چې په ځوابي ډزو کې بریدکوونکي وتښتېدل. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په جمرود کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید شوی خو پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

پولیس چارواکو مشال رېډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو دا بريد د اکتوبر پر دويمه د جمرود په ګودر سیمه کې وکړ خو په ځوابي ډزو کې د دوی په وينا، بريد کوونکي وتښتېدل.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په تېرو دوو میاشتو کې درېيم ځل دی چې د جمرود په ګودر سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کېږي.

XS
SM
MD
LG