د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارکوس پوتزل: طالبان دې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي


مارکوس پوتزل په افغانستان پر زیاتېدونکو بریدونو اندېښنه ښوولې - پخوانی انځور.
مارکوس پوتزل په افغانستان پر زیاتېدونکو بریدونو اندېښنه ښوولې - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مرستیال مارکوس پوتزل ټینګار کړی چې طالبان دې د ټولو افغان وګړو حقونه خوندي کړي.

نوموړي د سېپټمپر پر ۲۷مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغان نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو موضوع یاده کړه او و یې ویل چې پر ښځو مخ په زیاتېدونکي محدودیتونه ښيي چې طالبان د ابادۍ له ۵۰ فیصده څخه زیاتې برخې سره یو شان چلند نه کوي او د نړیوال ګوښه توب له ګواښ سره مخامخ دي.

مارکوس پوتزل په غونډه کې د افغانستان د ستونزو یادونه وکړه او هلته يې پر زیاتېدونکو بریدونو اندېښنه وښووله. نوموړي وویل چې طالبانو یې د اسلامي دولت (داعش) وسله والو په اړه خبرداری رد کړ خو وروسته ولیدل شول چې هغه ډله د مهمو هدفونو په نښه کولو صلاحیت لري.

هغه زیاته کړه، په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري شتون او هم هلته یې د وژنې خبر د طالبانو د ترهګرۍ ضد هڅو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

مارکوس پوتزل د سېپټېمبر پر ۲۵مه نېټه په کابل کې له افغان مېرمنو سره وليدل
مارکوس پوتزل د سېپټېمبر پر ۲۵مه نېټه په کابل کې له افغان مېرمنو سره وليدل

مارکوس پوتزل د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري بحران هم خبرې وکړې او و یې ویل چې افغان ولس تر اوسه نیمايي بشري مرستې هم نه دي تر لاسه کړي. ده وویل افغانان ۴.۴ مېلیارده امريکايي ډالرو ته اړتیا لري خو ۱.۹ اربه ډالر يې ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو په وار وار د افغانستان په اوسنيو حالاتو جدي اندېښنه ښوولې او د ښځو په وړاندې یې د طالبانو پر تګلارو کلکې نیوکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د امریکا استازي جیفري ډېلورېنټېس د افغانستان پر روان امنیتي، سیاسي بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه وښووله او و یې ویل، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت لا په خرابېدو دی او هلته بشري اړتیاوې هم د زیاتېدو په حال کې دي.

هغه پر طالبانو انتقاد وکړ او و یې ویل، له کله چې پر افغانستان واکمن شوي، په تېره بیا د نجونو او ښځو ډېر حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي. د هغه په خبره، طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونې نه پرېږدي چې ښوونځي ته لاړې شي.

خو ډېلورېنټېس د دې ترڅنګ له افغانانو سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. "موږ د افغانستان له خلکو سره د اساسي مرستو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ یو او له یوناما سره به په ګډه په اوس وخت او راتلونکې کې له نېږدې د افغانانو ملاتړ وکړو."

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په استازیتوب د پخواني حکومت د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وینا وکړه او د طالبانو پر حکومت یې پر انتقاد برسېره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په روانو سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازې په خپلو خبرو کې وویل، له افغانستان سره د هند مرستې له هغه هېواد سره د تاریخي دوستۍ او له افغانانو سره د ځانګړو اړیکو پر اساس کېږي.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌ دی پېژندلی، د ملګرو ملتونو سازمان ته یې وړاندې شوی استازی سهېل شاهین هم تر اوسه نه‌ دی منل شوی او په هغه سازمان کې د پخواني حکومت ډېپلوماټان د کابل استازولي کوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تازه غونډې په هکله څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د سېپټېمبر پر ۲۷مه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، "تعلیم پر نر او ښځه فرض دی" او په دې برخه کې مخالفت "شرعي دلیل نه لري."

خو په هم هغه غونډه کې د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي د ستانکزي نظر رد کړ.

هغه د تعلیم فرضېدو دلیل په ځواب کې وویل چې "عصري علم" فرض نه بلکې "مباح" دی او زیاته یې کړه چې کله د مباح او د امیر د حکم ترمینځ ټکر وي نو د امیر حکم "واجب" ګرځي.

XS
SM
MD
LG