د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او ماشومانو حقونه زیانمن شوي


د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو په کابل کې په وار وار د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې. پخوانۍ انځور
د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو په کابل کې په وار وار د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې. پخوانۍ انځور

ملګروملتونو ويلي چې پر افغانستان د طالبانو د واک په تېر يو کال کې د ښځو او ماشومانو ټول حقونه زيانمن شوي دي.

د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو د کنټرول د لومړۍ کليزې پر مهال ملګرو ملتونو د دې سازمان تر چتر لاندې د ښځو، ماشومانو او نفوسو لپاره کارکوونکو درو ادارو په حواله ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو يو کلنۍ واکمنۍ هلته د ښځو او نجونو ژوند بدتره کړی او د هغوی د بشري حقونو ټول اړخونه يې اغېزمن کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ یو کال: پر ښځو او نجونو محدودیتونه دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00

د طالبانو مشرانو پرون په داسې حال کې په ټول افغانستان کې د خپلې يو کلنۍ واکمنۍ د لمانځلو لپاره ولسي غونډې وکړې چې لا هم نړيوالې ټولنې په رسميت نه دې پېژندلي.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون نورو ناقدينو هم په پرلپسې توګه د طالبانو پر حکومت نيوکې کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون يې نژادي، مذهبي او نورو ډلو ته ځای نه دی ورکړی.

بلخوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندويه ماموریت (یوناما) د طالبانو د واک ته رسېدو يو کال پوره کېدو سره هممهاله ويلي، که بدلون رانه وړل شي، وضعیت ښايي لا خراب شي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه له هغو کسانو سره تعامل کوي چې بشري حقونه مراعتوي او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.

اخوا پرون طالبانو په افغانستان کې واک ته د رسېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG