د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: پوليو ضد کيمپېن د مسيدو سيمو کې د ماشومانو له واکسینولو پرته ختم شوی


یو روغتیايي کارکوونکی د وزيرستان يو ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشيفه
یو روغتیايي کارکوونکی د وزيرستان يو ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشيفه

چارواکو د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پولیو د پينځه ورځني واکسیني کيمپېن د ختمېدو اعلان کړی خو ځينې خلک وايي، کورونو ته یې روغتیايي ډلې نه وې ورغلې.

دا کیمپېن د ډېسېمبر پر اتمه پيل شوی وو او د ډېسېمبر پر ۱۲ ختم شو. مشال راډيو ته د جنوبي وزیرستان د صحت څانګې ورکړي معلومات ښيي چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۶۰،۰۰۰ ماشومان واکسين شوي دي. د چارواکو په وينا، دا کیمپېن د وزيرو په سيمه کې شوی دی.

د جنوبي وزيرستان د مسیدو په سیمه کې ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې د پولیو ټیمونه نه دي ورغلي. هلته روغتیايي کارکوونکو د ناامنۍ له کبله د پولیو يا ګوزڼ واکسیني څاڅکو ډلو په کيمپېن کې له برخې اخيستو انکار کړی وو.

د سروکۍ تحصیل چېرمېن شاه فیصل غازي په وينا، د دې انکار له امله په سب ډېوېژن لدا او سروکۍ کې ماشومانو ته واکسين نه دي شوي.

هغه زیاته کړه چې دا درېيم ځل دی چې د ناامنۍ له وجې د مسیدو په سیمه کې د هغې معذوروونکې ناروغۍ د مخنیوي کیمپېن ځنډېږي. "د کیمپېن د نه کېدو له وجې ۱۱،۰۰۰ ماشومان په لدا او سروکۍ کې له څاڅکو پاتې شول."

په همدې حال کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د ډېسېمبر پر ۱۳مه د امريکا د بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس خیريه بنسټ له شریک مشر بېل ګېټس سره د خبرو پر وخت ويلي چې حکومت یې له هېواده د پولیو د ټولو قسمونو وایرسونو ختمولو ته ژمن دی. هغه بنسټ په نړۍ کې له بېوزله هېوادونو سره د ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي.

شهباز شريف پر ټوېټر ليکلي چې له ګېټس سره یې د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د اغېزمنو شويو ماشومانو په اړه خبرې وکړې او و یې ويل چې کوښښ به کوي هېڅ ماشوم بې واکسينو پاتې نه شي.

سږ کال په پاکستان کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۲۱ز کال کې پکې د پوليو هېڅ پېښه نه وه رېکارډ شوې البته هغه کال د هېواد یوازینۍ مثبته پېښه د بلوچستان په کلا عبدالله کې ثبت شوې وه.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس موجود دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې يونيسېف په وروستيو کې ويلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې پاکستان له پولیو وایرسه پاکېدای شي خو شرط یې دا دی چې کیمپېنونه په سمه طريقه وشي او ماشومان له واکسينو پاتې نه شي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG