د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښين کې د پوليو ضد ډلې ساتونکی وژل شوی دی


پاکستان کې د پوليو وایرس ضد واکسين ورکوونکې ډلې امنیتي ساتونکي د هغی پر پهره ولاړ دي ــ پخوانی انځور
پاکستان کې د پوليو وایرس ضد واکسين ورکوونکې ډلې امنیتي ساتونکي د هغی پر پهره ولاړ دي ــ پخوانی انځور

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه پښين کې د پوليو واکسينو د يوې ډلې ساتونکی پوليس وژل شوی دی.

د ضلعې ډېپټي کمېشنر ياسر بازيي مشال راډيو ته وويل چې وژل شوی پوليس محمد هاشم نومېږي. د هغه په وينا ناڅرګنده موټر سايکل سپرو وسله والو نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) پر هاشم ډزې وکړي او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

هغه زیاته کړې چې پولیسو د بريدګرو لټون پيل کړی دی. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

په بلوچستان کې د اکتوبر پر ۲۴مه د پوليو وایرس ضد واکسینو پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی دی. چارواکي وايي د دې صوبې په ۱۹ ضلعو کې به ۱۷ لاکه هغه ماشومان واکسينوي چې عمرونه یې تر پينځو کلونو کم وي.

د دې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ویلي ول چې د اکتوبر له ۲۴مې څخه په بنو او شمالي وزیرستان کې به د ګوزڼ پینځه ورځنی واکسیني کمپاين پیلوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG