د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو پېښور کې پر مظاهره کوونکو روغتياپالو اوښکې بهونکی ګېس کارولی


 پولیسو ځيني مظاهره چيان نيولي هم دي
پولیسو ځيني مظاهره چيان نيولي هم دي

د خیبر پښتونخوا د روغتيا د برخې کار کوونکو يو ځل بيا د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره په پېښور کې احتجاج کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه، مظاهره کوونکو کې د پولیو واکسینو کمپاينونو او د روغتیا برخې ځیني نور کارکونکي شامل دي. دوی وايي په صوبه کې یې د امنیتي مسلو سربېره خپل کار ته دوام ورکړی خو حکومت یې له ۱۱ مياشتو راهیسې تنخاوې بندې کړې دي.

دې خلکو پخوا هم ورته احتجاجونه کړي وو خو بیا وروسته ورسره د خيبر پښتونخوا حکومت مذاکرات وکړل او ژمنه یې وکړه چې مسایل به یې حليږي. خو دا ځل پر دغو مظاهره چيانو پولیسو اوښکې بهونکی ګېس وکاراوه. ځينې یې احتجاج کوونکي یې ونيول او ځيني یې ووهل.

مظاهره چيانو له نوکريو د ليرې کړل شويو روغتيايي کارکوونکو بحالي هم وغوښته. تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه حه نه دې ويلي خو په تېرو وختونو کې یې دا قسم مسلې د مذاکراتو له لارې حل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ګریڼد هېلت الاینس تر سیوري لاندې د ډاکټرانو بیلا بیلو اتحادیو د نومبر پر ۱۶مه هم مظاهرې کړې وي. دوی تور پوری کړی وو چې حکومت د صحت په څانګه کې د اصلاحاتو د نوي قانون په نامه هسپتالونه شخصي کوي او د روغتیا د عملې حقونه تر پښو لاندی کوي.

د دې په ځواب کې حکومتي چارواکو ويلي وو چې ډاکټران او روغتياپالان بايد د اصلاحاتو مخه ونه نیسي. هغه مهال، په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف غړې ډاکټر سمیره شمس مشال راډیو ته ويلي وو چې د نوو قوانينو مقصد د روغتیا نظام ښه کول او هسپتالونو ته اسانتیاوې ورکول دي.

XS
SM
MD
LG