د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د پولیو وهلو ماشومانو شمېره ۱۹ ته ورسېده


د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، ځینې کورنۍ له پولیو انکاري دي چې له وجې یې د هغوی ماشومان پر پولیو اخته کېږي: انځور له ارشیفه
د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، ځینې کورنۍ له پولیو انکاري دي چې له وجې یې د هغوی ماشومان پر پولیو اخته کېږي: انځور له ارشیفه

د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، د جنوبي وزیرستان یو ماشوم تازه د پولیو وایرس ځپلی دی چې له دې سره په روان کال کې په یاد هېواد کې له پولیو څخه د اغېزمنو شویو ماشومانو شمېره ۱۹ ته رسېدلې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي ادارې مرستیال کوارډینېټر محمد ذیشان د سېپټمپر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د جنوبي وزیرستان د اوو میاشتو په یو ماشوم کې د پولیو وایرس تصدیق شوی دی.

هغه وايي:

"په خېبر پښتونخوا کې تر دې مخکې ۱۸ کېسونه مخې ته راغلي وو، یو کېس اوس له جنوبي وزیرستان نه راغلو. تقریبا د اوو میاشتو ماشوم دی، د شکۍ سیمې نه راغلی دی خو نور ریکارډ به یې په ۱۴و ۱۵ ورځو کې مکملېږي. له ټیسټ وروسته د وایرس تصدیق شوی دی."

نوموړی وړاندې وايي، ځیني کورنۍ له پولیو واکسینه انکاري وي، د پولیو نه بایکاټ کوي، ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي چې له وجې یې ماشومان د واکسین نه محرومه پاتې شي او له بده مرغه ورته پولیو شي.

دا روان کال په جنوبي وزیرستان کې د پولیو لومړی کېس دی چې رپورټ شوی دی. تر دې کېس مخکې روان کال په شمالي وزیرستان کې ۱۶ او په لکي مروت کې په دوه ماشومانو کې د پولیو تصدیق شوی وو.

حکومت وايي چې په سیمه کې د پولیو ضد کمپاینونه کوي خو د خراب امنیت او خلکو د انکار له کبله د یو شمیر چیلنجونو سره مخامخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي ادارې له معلوماتو سره سم د اګست له ۱۵مې تر ۲۵ مې د شمالي وزیرستان په ګډون په بنو او ډیره اسماعیل خان کې خواوشا ۱۰ لاکو (یو مېلیون) ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شوي وو.

دغه راز د خیبر پښتونخوا په ۲۹ ضلعو کې د اګست له ۲۲مې د پولیو د مخنیوي کمپاین وشو او ځینې سیمې چې د سیلابونو یا نورو امنیتي ستونزو له وجې پاتې وې په هغې کې هم د اګست تر ۲۸ مې د پولیو ضد کمپاین سر ته ورسېد.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي پروګرام یو پخواني مشر ډاکټر عبدالباسط د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، یو ماشوم ته د پولیو څاڅکو په رسولو کې ځیني خنډونه د صحت محکمې له وسه بهر وي نو ځکه هم د پولیو په کېسونو کې زیاتوالی تر سترګو کېږي.

هغه وايي:

"د دې حل ډېر اسان هم دی او ډېر ګران هم. اسان په دې دی چې یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي په وخت ورکړل شي. اوس دې ته کتل دي چې د دې دوه قطرو او د ماشوم تر خولې څومره خنډونه دي، څومره مسئلې دي. په تېره بیا په جنوبي وزیرستان او د خېبر پښتونخوا په جنوبي برخو کې د امن وضع نن صبا ډېره ښه نه ده نو په هغې کې ورکر یا کارکوونکي ډاډه نه ورځي او وېریږي. چې ورکر کار نه شي کولای نو ماشوم ته به څاڅکي څرنګه رسېږي؟ دا څومره کېسونه چې راغلي دي، په دې کې ۹۰ فیصده (زیرو ډوز) دي یاني دغو ماشومانو ته د پیدایش نه پس یو ځل هم د پولیو واکسین یا څاڅکي نه دي ورکړل شوی."

د محمد ذیشان په خبره په اکتوبر کې به په خېبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي کمپاین کېږي خو ویې ویل چې د دې لپاره لا مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس اوس هم پکې موجود دی.

XS
SM
MD
LG