د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان د مسيدو سيمو کې د ناامنۍ له کبله د پوليو کيمپېن ځنډېدلی


د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام دویم واکسیني کیمپېن د ډېسېمبر له پینځمې راهیسې روان دی ــ پخوانی انځور
د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام دویم واکسیني کیمپېن د ډېسېمبر له پینځمې راهیسې روان دی ــ پخوانی انځور

د جنوبي وزیرستان په مسيدو سيمو کې روغتیايي کارکوونکو د ناامنۍ له کبله د پولیو يا ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو په کيمپېن کې له برخې اخيستو انکار کړی دی.

د سروکۍ تحصیل چېرمېن شاه فیصل غازي د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو تر انکار وروسته هلته د واکسیني بهیر ځنډېدلی او تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان له څاڅکو بې برخې پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام ادارې په دوو پړاوونو کې د صوبې په ډېریو برخو کې د پوليو څاڅکو واکسیني کیمپېن ته دوام ورکړی دی چې لومړی پينځه ورځنی کيمپېن يې د نومبر له ۲۸مې او دويم پينځه ورځنی کيمپېن يې د ډېسېمبر پر پینځمه پيل کړ. د ادارې په وينا په دې کيمپېن کې به تر ۲۱ لکه زیاتو ماشومانو ته د پوليو واکسین ورکوي.

د جنوبي وزيرستان ځايي خلک او ولسي استازي وايي چې له هغه وخت راهیسې چې پوځ د پولیو روغتيايي کارکوونکو د امنیت مسووليت پولیسو ته سپارلی نو هغوی د جنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمو کې د پولیو ضد کيمپېنونه نه دي کړي.

بلخوا د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) فرحان خان وايي چې د وزیرو او مسیدو په سیمو کې د پولیو ضد جلاجلا کيمپېنونه کېږي.

ده د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د مسیدو په سیمه کې د روغتیايي کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښمن دی او په دې ترڅ کې یې اړوند چارواکي خبر کړي او "ډېر ژر به يو متبادل" واکسیني بهیر پيل کړي.

فرحان خان زياته کړه چې د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو پر دوو سب ډېوېژنونو لدې او سروکۍ برسېره به په واڼه کې د کيمپېن پر مهال ۷۰،۰۰۰ ماشومان واکسینېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په پاکستان کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۲۱ز کال کې پکې د پوليو هېڅ پېښه نه وه رېکارډ شوې البته هغه کال د هېواد یوازینۍ مثبته پېښه د بلوچستان په کلا عبدالله کې ثبت شوې وه.

روغتیايي چارواکو سږ کال زیاتېدونکو پېښو ته په کتو په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر بیړني واکسیني کیمپنونه وکړل. له دې پرته د پاکستان حکومت د ټول هېواد پر کچ هم واکسیني کیمپېنونه کړي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس موجود دی. دواړه هېوادونه له کلونو راهیسې د ناروغۍ د ختمولو هڅه کوي.

په عين حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو د ادارې (یونېسېف) د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر جارج لاييا اجې د ډېسېمبر پر پینځمه په يو بيان کې تمه څرګنده کړې چې د ۲۰۲۳ز کال تر پایه پورې به پاکستان له پوليو وايرسه پاک شي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG