د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي‌په پاکستان کې سېلابونو د ماشومانو روغتيا ته لوی خطر پېښ کړی


د سیند په سیهوان کې له سېلابه بې کوره شوي کورنۍ او ماشومان یې
د سیند په سیهوان کې له سېلابه بې کوره شوي کورنۍ او ماشومان یې

د ماشومانو د حقونو او ژوند بهترولو لپاره کار کونکې، د ملګرو ملتونو ادارې يونېسیف ويلي چې په پاکستان کې په هر ۹ ماشومانو کې یو د خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

دې ادارې د اکتوبر په ۲۲مه په خپل يو راپور کې ويلي‌چې د جون له ۱۴مې راهیسې په پاکستان کې راغليو سېلابونو د ماشومانو روغتيا او د هغوی لپاره د صحي خوراک برابرولو ته لا ډير زیان رسولی دی.

په راپور کې زیاته شوې چې په ټوله کې لږ تر لږه يو ميليون سېلاب ځپلي د څښاک پاکې اوبه نه لري او تر شپږ ميليونو څخه زیات روغتيايي‌خدماتو ته اړ دي چې لويه برخه یې ماشومان دي.

په همدې حال کې د پاکستان چارواکيو خبرداری ورکړی چې که نړيوالې مرستې ژر او په بشپړ ډول ونه رسيږي، د تېرو سېلابونو له وجې دا ملک په پراخه کچه د غلې د کمي له بحران سره مخامخېدلی شي.

د پاکستان د چاپيریال ساتنې وزیرې شېري رحمان د اکتوبر په ۲۲مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل په دې ملک کې سېلابونو پر نهه اعشاريه څلور ميليونه هيکټاره ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي چې د خوړو د کمي په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

هغې اندېښنه وښوده چې په سېلابونو کې د ۱۳۰۰۰ سړکونو او لويو لارو د له منځه تللو له وجې حکومت له دې لوی چېلنج سره مخامخ دی چې د بيا رغونې کارونه څنګه وکړي او ضرورتمندو ته خوراکي مرستې څنګه ورسوي.

نوموړې زیاته کړه چې له نړيوالو ادارو او په ځانګړې ډول د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) څخه یې غوښتنه کړې چې د خوړو د کمي رامنځته کېدو بحران مخنيوي لپاره ورسره مرستې چټکې کړي. شېري رحمان وويل چې د نړیوالو لخوا اعلان شوې ځينې مرستې وررسېدلې او د نورو ترلاسه کولو لپاره له ملګرو ملتونو سره کار کوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزیر اېنتني بلېنکن د سيپتمبر پر ۲۶مه په واشنګټن کې له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره تر ملاقات وروسته په خبرې غونډه کې وويل چې هېواد يې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره وار له مخه پاکستان ته ۵۵ ميليونه ډالر ورکړي او اوس د خوړو د خونديتوب په برخه کې اضافي ۱۰ ميليونه د مرستې په توګه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان دا مهال تر يو مشکل وخت تېرېږي او امريکا د پخوا په ډول له دې هېواد او وګړو سره ولاړه ده. د امریکې تر څنګ ځينو نورو هېوادونو هم له پاکستان سره مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG