د لاسرسي ځای

تازه خبر

يونيسېف: پاکستان به د ۲۰۲۳ز کال تر پایه له پوليو وايرسه پاک شي


په پاکستان کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې یونیسېف يو لوړ پوړې چارواکي تمه څرګنده کړې چې د ۲۰۲۳ز کال تر پایه پورې به پاکستان له پوليو وايرسه پاک شي.

جارج لارییا اجې دا څرګندونې په يوه بیان کې کړې دي. د ډېسېمبر پر پینځمه د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام د صوبې په ۸ ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو وایرس ضد څاڅکو ورکولو پینځه ورځنۍ کيمپېن پیل کړ.

د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي ادارې په وینا، په پېښور، نوښار، ټانک، ډېره اسماعيل خان، باجوړ، مومند، سوات، او خيبر ضلعو کې تر ۲۱ لکه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي.

پاکستان کې تر ۱۵ میاشتو پورې هېڅ يو ماشوم په پوليو وايرس نه وو اخته شوی، خو د روان ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې يو ماشوم ګوزڼ وواهه.

د جنوبي اسيا لپاره د يونيسېف مشر د ډېسېمبر پر دويمه نېته بیان کې زیاته کړې چې د اوسنيو شمېرو او معلوماتو تر مخې په پاکستان کې د پولیو وایرس تر کنټرول لاندې دی. هغه ويلي"موږ په پاکستان کې هر يوه ماشوم يا ماشومې ته د پوليو ضد څاڅکې ورکولو لپاره خپل ټول وسايل او خدمتونه په کار راولو."

نوموړي دا هم ويلي چې د پروسږکال په نسبت سږکال پاکستان د پوليو وایرس ختمولو په حواله په ښه حال کې دی البته هغه امنیتي ننګونې، په هېواد کې وچکالي، سېلابونه او زیاته ګرمي هغه لاملونه یاد کړل چې په وينا يې، په ميليونونه ماشومان يې له خطر سره مخامخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په پاکستان کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۲۱ز کال کې پکې د پوليو هېڅ پېښه نه وه رېکارډ شوې البته هغه کال د هېواد یوازینۍ مثبته پېښه د بلوچستان په کلا عبدالله کې ثبت شوې وه.

روغتیايي چارواکو سږ کال زیاتېدونکو پېښو ته په کتو په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر بیړني واکسیني کیمپنونه وکړل. له دې پرته د پاکستان حکومت د ټول هېواد پر کچ هم واکسیني کیمپېنونه کړي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس موجود دی. دواړه هېوادونه له کلونو راهیسې د ناروغۍ د ختمولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG