د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې تښتول شوی ډاکټر خوشې شو


د شمالي وزیرستان د ميرامشا سیمه (تصویر له ارشيفه)
د شمالي وزیرستان د ميرامشا سیمه (تصویر له ارشيفه)

د خیبرپښتونخوا د سوات اوسیدونکی ډاکټر ذیشان چې د مې پر ۱۷مه په شمالي وزیرستان کې تښتول شوی وو، خوشې شوی دی.

ډاکټر ذیشان په شمالي وزیرستان کې د پولیو ضد واکسینو ورکولو د ډلې مشر هم دی.

نوموړي د مې پر ۲۹مه مشال رېډيو ته وویل چې ۱۰ ورځې وړاندی یې په شمالي وزیرستان کې د پولیو د کمپاين لپاره تیاریانې کولې چې وتښتول شو. هغه زیاته کړه چې د ضلعې انتطامیې، د بنو ډپټي کمیشنر، پوځي چارواکو او قبایلي مشرانو د هلو ځلو په نتیجه کې هغه نن (د مې په ۲۹مه) خوشې شو.

د ډاکټر ذیشان د تښتونې په اړه حکومتي چارواکو لا څه نه دې ویلي او نه یې هم د تښتولو ذمه واري چا منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG