د لاسرسي ځای

تازه خبر

ڼانک کې د پوليو پر ډله بريد کې دوه پوليس وژل شوي


د پوليو څاڅکو ورکوونکو ډلو په حفاظت مامور پوليسو پخوا هم حملې شوې دي. دا انځور د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۲مې دی
د پوليو څاڅکو ورکوونکو ډلو په حفاظت مامور پوليسو پخوا هم حملې شوې دي. دا انځور د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۲مې دی

د خيبر پښتونخوا په ټانک کې وسله والو د پوليو پر يوې ډلې بريد کړی او د هغوی ساتونکي دوه پولیسان يې وژلي دي.

د ټانک ضلع د پوليسو مشر وقار خان مشال رېډيو ته وويل چې دا بريد د اګست پر ۱۶مه سهار په کوټ اعظم کې شوی او پولیسو د بريدګرو د موندلو لپاره د لټون عمليات پيل کړي دي.

هغه زیاته کړه: "په کچه ابادۍ کلي کې د پوليو ټېم ماشومانو ته واکسين ورکړل. دوی د واپس تګ په وخت پر موټر سايکلونو سپاره ول او زموږ پوليس والا پر بل موټرسايکل وو. په لاره کې پرې وسله والو ډزې کړې دي. دغه دوه پولیس وژل شوي خو د پوليو ټېم ته څه زیان نه دی رسېدلی. "

تر اوسه پورې چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې. تر دې وړاندې هم په د پوليو پر ‌ډلو يوشمېر بريدونه شوي چې بکې زیاتره وخت د هغوی په حفاظت مامور پوليس چارواکي وژل شوي دي. د دغو کې د ځينو ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG