د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: په شمالي وزيرستان کې د پولیو د نورو پېښو راتللو وېره ده


په پېښور کې يو ماشوم ته د پولیو ضد واکسين کيږي (تصویر له ارشيفه)
په پېښور کې يو ماشوم ته د پولیو ضد واکسين کيږي (تصویر له ارشيفه)

په شمالی وزیرستان کې د ګوزڼ د مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې په سیمه کې په دولسو نورو ماشومانو کې د ګوزڼ د وايرس د شتون اندېښنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۵مه په هغه سیمه کې د ګوزڼ وهلي ماشوم درېیمه پېښه ثبت شوې ده. د مې په ۱۶مه مشال راډیو سره په خبرو کې د شمالی وزیرستان د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر شمس الرحمان وويل داسې ښکاري چې په دغه سیمه کې به پوليو نوره هم پسې زیاته شي. ۳ مثبتې پیښې راغلې دي او نورې به هم راځي. موږ نمونې استولي دي. داسې تمه ده چې اوس نورې ۱۲ مثبتې پېښې به هم راشي.

د ډاکټر شمس الرحمان په وينا د پولیو د کېسونو مخ ته راتګ له دې وجې زیات شوی چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو واکسینو کارکوونکو له څاڅکو ورکولو پرته دځينو ماشومانو ګوتې رنګ کړې وي. د هغه په خبره دوی د ثبوت په لټه کې دي چې دغه کار څنګه شوی دی.

چارواکو د مې پر اتمه مشال راډیو ته ويلي وو چې د واکسینو د دې کمپاين په سم ډول نه کېدو له وجې په اپريل کې په دوه ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي ښکاره شوې وه. تر دې وروسته حکومت په بيړني ډول دوه ورځنی کمپاين وکړ.

د يادونې ده چې په پاکستان کې د پوليو واکسينو د کمپاين په وخت واکسين شويو ماشومانو ته په ګوته رنګ وهل کيږي او نومونه یې راجسټر کيږي. دا د ثبوت او شمېرو ساتلو لپاره کيږي. په شمالي وزیرستان کې دا نوې پېښې په څه دپاسه په یو کال کې په پاکستان کې د پولیو لومړۍ نوې پېښې وې.

د پاکستان د پوليو د مخنیوي مرکزي پروګرام اعلان کړی چې د مې په ۲۳مه به په ټول هېواد کې د ګوزڼ پر ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاين پر مخ بيايي چې له پنيځوو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته به پکې واکسين کيږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازیني دوه هيوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو معذورونکی وايرس شتون لري.

XS
SM
MD
LG